د امنیت شورا پخواني مرستیال ته له ضرب‌الاجله ۲۴ ساعته تېر شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ د محمد اشرف غني پخواني سلاکار او د امنیت شورا مرستیال جنرال دین محمد جرئت ته د تسلیمۍ لپاره ۷۲ ساعته ضرب‌الاجل وټاکه.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي ویلي، کابل کې د نامسؤله وسله‌والو له ډلې یو هم همدا کس دی، چې دوی ورته د پوځي وسایطو د سپارلو لپاره ۷۲ ساعته ضرب‌الاجل ټاکلی دی.

تر ۲۴ ساعته ډېره موده تېرېږي، خو لا هم په دې برخه کې د وړاندې تګ کوم خبر نه دی ورکړل شوی.

نصرت رحیمي ويلي د نورو مهماتو تر څنګ له جنرال جرئت سره هاموي ټانګونه هم شته او درنه وسله هم لري.

د جرئت پر ضد په داسې وخت کې د اقدام خبر ورکول کېږي، چې یوازې څلور میاشتې وړاندې لا هم هغه د امنیت شورا مرستیال و.

شنونکي د نظام الدین قیصاري، قومندان علي‌پور، قومندان نوید، قومندان خراساني او اوس د جنرال جرئت پر ضد دا ډول اقدامات د زورواکو پر وړاندې ګام نه بولي، بلکې دا په لوی لاس د هغوی د لوی ښوودلو او مطرح کولو «چل» بولي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د