نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ناټو د دفاع وزیرانو راتلونکې غونډه کې په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه هم بحث کېږي.
د ناټو د ویاند د مرستیال پیرز کزالي د معلوماتو له مخې غونډه به سبا او بله ورځ «چهارشنبه/پنجشنه» دوام ولري او د افغانستان پر امنیتي وضعیت به هم بحث وشي.
ازادي راډیو د هغه له قوله وايي، د غونډې ګډونوال به د افغانستان د روان وضعیت په اړه نظرونه شریک کړي او بحث به وکړي چې څنګه د «امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکولی شي!»
په ورته وخت کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولنټبرګ هم ویلي، چې له زلمي خلیلزاد سره يې لیدلي او د سولې د هڅو لپاره زمینهسازۍ کې مرسته کوي.
هغه پرون پر خپله ټویټر پاڼه دعوه وکړه، چې د دوی ماموریت د سولې لپاره شرایط برابروي.
دا په داسې حال کې دی چې زلمی خلیلزاد د اتلسو ورځو لپاره پر سفر خوځېدلی، چې قطر کې به له طالبانو سره هم ناسته ولري.