د روسيې سفیر وايي طالبانو پرمختګ کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د روسيې سفیر الکساندر مانتیسکي ویلي، طالبان پر نیمايي افغانستان واک لري او په خوندي ځایونو کې هم د بریدونو وړتیا لري.

سپوتنیک، د هغه پر حواله وايي وړاندې تر دې د طالبانو واک تر کلیو محدود و، خو اوس کولی شي لویو ښارونو کې هم بریدونه وکړي.

مانتیسکي زیاته کړې هغه ساحې چې وړاندې پکې دولتي ځواکونو واک درلود ورځ په ورځ د مخالفینو لاس ته لوېږي.

روسي سفیر تازه له طالبانو سره د اړیکو په اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې تر دې يې ویلي و، چې د اړیکو غښتلتیا ته اړتیا نه ويني او په وینا يې طالب او روسیه «فعالې اړیکې» سره لري.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د نیویارک په نوم یوې امریکايۍ مجلې هم کابل کې د امریکا د پخواني سفیر له قوله لیکلي و، چې د بهرنیانو له وتلو سره د دولتي ځواکونو ډله‌ییزې تېښتې ناشونې نه دي.

ریان کراکر دې مجلې ته په مرکه کې ویلي و، د دولتي ځواکونو ټوله تکیه او روحیه پر بهرنیو ځواکونه ده، که هغوی يې له څنګه لرې شي، د ډله‌ییزو تېښتو شاهدان به واوسو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د