ارشیف؛ ماسکو غونډه کې طالب سياسي استازي

طالبانو د مذاکراتي ټيم د غړو شمېر زیات کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): له امریکا سره د طالبانو د مخامخ خبرو لپاره شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو د مرکچي پلاوي شمېر نور هم زیات شوی دی.

وړاندې تر دې دې مذاکراتي ټيم کې اتو تنو برخه درلوده، خو اوس يې شمېر ۱۴ تنو ته رسېدلی دی چې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت د طالب چارواکو په ګډون ځينې نوې څېرې هم پکې برخه والې دي.

طالبانو په همدې مناسبته خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، دا بدلون او ګمارنې یې د خپل مشر په لارښوونه او د سیاسي مرستیال ملا برارد اخوند له لوري ترسره کړې دي.

د طالبانو د اعلاميې له مخې لاندې کسان د دې مذاکراتي ټیم ګډونوال دي:

«۱.محترم شیرمحمدعباس ستانکزی د ټیم د مشر په توګه.

۲ ــ محترم مولوی ضیاءالرحمن مدنی د ټیم د غړي په توګه.

۳ــ محترم مولوي عبدالسلام حنفی د ټیم د غړي په توګه.

۴ ــ محترم شیخ شهاب الدین دلاور د ټیم د غړي په توګه.

۵ ــ محترم ملا عبداللطیف منصور د ټیم د غړي په توګه.

۶ ــ محترم ملا عبدالمنان عمري د ټیم د غړي په توګه.

۷ ــ محترم مولوی امیرخان متقی د ټیم د غړي په توګه.

۸ ــ محترم ملا محمد فاضل مظلوم د ټیم د غړي په توګه.

۹ ــ محترم ملا خیرالله خیرخواه د ټیم د غړي په توګه.

۱۰ ــ محترم مولوی مطیع الحق د ټیم د غړي په توګه.

۱۱ ــ محترم ملا محمد انس حقانی د ټیم د غړي په توګه.

۱۲ ــ محترم ملا نورالله نوری د ټیم د غړي په توګه.

۱۳ ــ محترم مولوی محمدنبي عمري د ټیم د غړي په توګه.

۱۴ ــ محترم ملا عبدالحق وثیق د ټیم د غړي په توګه.»

وړاندې تر دې هم د دې مذاکراتي ټیم مشر شیر محمد عباس ستانکزي کوله، خو نور غړي يې مولوي عبدالسلام حنیفي، مولوي شهاب الدین دلاور، قاري دین محمد حنیف، محمد سهیل شاهین، محمد زاهد احمدزی، ملا محمد فاضل اخوند او ملا خیر الله خیرخواه و.

د طالبانو او امریکایانو تر منځ د تېرې جنورې اوږدې ناستې وروسته، وټاکل شوه چې بله غونډه به د روانې فبرورې میاشتې په ۲۵مه قطر کې کېږي.

دې پلاوي کې د ځينو غړو د بشپړې پېژندنې لپاره دلته ټک وکړئ!

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

وایی چه قصابان ډیر شی .غوا مرداریږی.
ولس مثبتی فیصلی د سوله په لاره کی غواړی.پخوا وختو کی هم ډیر کمیسیونونو شوراګانی ناستی وشوی ،بی نتیجه ،
د ټیم ګمارل مهم نه دی.مثبتی خبری،په زخم باندی باید ټپ کیښودل شی.

حکیمي
میلمه
حکیمي

پشتین صاحب سلامونه داخوکوم دع اوغ اوه سری حکومت نده چي غوابه ترې مرداره شي داداسلامي امارت زعامت ده چي هرګام یې دامیر الموء منین او رهبري شورا له خوښې سره سم پورته کېږي داهغه زعامت ده که اوس یې بیرته داټول ټیم بدل کړ هم هیڅ څوک به خبره ونه کړي دا هغه تاریخي فولادي لښکر ده چي دښمنانو یې له ټولو امکاناتو سره په منځ کې انشعاب رانه شووستلی داهغه مدبر سیاست مداران دي چي په تشولاسویې دنړۍ ستر اقتصادي اونظامي قوتونه دې ته مجبوره کړل چي ددوۍ له خوښې سره سم مذاکرات ورسره وکړي اوددوۍ له خوښې… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

دا زخمونه د کابل غلامانو او بادارانو جوړ کړی او طالبان پری ملهم ږدی، دا چه زخمونه بی شمیره دی د ملهم کیښودونکو شمیر چه څومره زیات شی ګټوره ده