سبا د حضرت صبغت الله مجددي د جنازې له امله رخصتي ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، سبا «چهارشنبه» د حضرت صبغت الله مجددي د جنازې د مراسمو له امله کابل کې ټولې دولتي ادارې رخصت دي.

حضرت صبغت الله مجددي د ۹۳کالو په عمر د ورپښې ناروغۍ له امله ومړ.

د هغه کورنۍ وايي، چې جنازه به يې د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په غازي سټډيوم کې له غرمې مخکې يوولس بجې ترسره شي.

هغه په تېر جهاد کې مخکښ رول درلود، خو د امریکايانو له راتلو وروسته يې د ملي پيوستون ادارې مشري کړې، د افغانستان د مشرانو جرګې رییس پاتې شوی او د حکومت په مهمو پلويانو کې شمېرل کېده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Ahmed
میلمه
Ahmed

دا هغه سړی ده چی اختار ئ ورکړ چی که له امرېکېانو ته مو قرارګاوی ورنکړی او قرارداد مو اضاء نکړ نو زه به له
افغانستان څخه هجرت وکړم.
کاش دا هجرت چی اوس ئ وکړ په هغه وخت ده
نه وائ هېر کړی😞😞😞
کاش که مونږ هم عبرت واخلو
او دا هجرت هېر نه کړو
او تېاری ورته ونېسو😞😞😞
څومره بی عقله دی هغه خلګ سې په دومره لوئ سفر څی او ده توشئ په قصه کی نه دی.