کرزي د غني د «سولې مشورتي جرګې» هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل):د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ګډ حکومت د مشر اشرف غني له لوري د سولې مشورتي جرګې د راغوښتو ملاتړ کړی دی.

د پخواني ولسمشر له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې حامد کرزی د ولسمشر غني له لوري د سولې مشورتي جرګې راغوښتل، د افغانستان روانې معضلې د حل په برخه کې ګټوره بولي.

ښاغلي کرزي ويلي، چې پخوا يې هم په تکراري توګه د افغانستان روانې  کشالې د پای ته رسولو لپاره د لويې جرګې دايرول اړين بللي او اوس هم د ولس د رښتينې ارادې دتمثیل په موخه د روان بحران د حل لپاره د لويې جرګې رابلل اړين بولي.

پخواني ولسمشر  دا څرګندونې په داسې حال کې  کړي، چې د ګډ حکومت مشر تېره ورځ د سولې  مشورتي بورډ لومړنۍ ناستې ته ويلي و، چې د سولې لپاره رښتينې اراده لري او په دې موخه يې د سولې مشورتي لويې جرګې راغوښتو اعلان وکړ.

اشرف غني د سولې عالي شورا د  دارلانشاء مشر عمر داودزي ته ويلي، چې د راتلونکي کال تر حوت مياشتې د سولې مشورتي جرګې جوړولو لپاره خپل تياری بشپړ کړي.

غني  دا څرګندونې په داسې  حال کې کړي، چې د امریکا د دفاع وزارت سرپرست شاناهان پيټريک تېره ورځ افغانستان ته په ناڅاپي سفر راغلی و.

رویټرز خبري اژانس ليکلي و، چې د  امریکايي  چارواکي دا سفر له افغان چارواکو سره د سولې په موضوع د نظر تبادله وه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

د نن ټکي آسيا محترمي ادارې ته !
په پورتني خبر کي په تېروتنه سره ويل سوي دي چي : «اشرف غني عمر داودزي ته ويلي، چې د راتلونکي کال تر حوت مياشتې د سولې مشورتي جرګې جوړولو لپاره خپل تياری بشپړ کړي.»
خو غني د دوشنبې په ورځ وویل چې: « د راتلونکي کب یا حوت په پای کې به د «سولې لپاره مشورتي لویه جرګه» راوبولي.»
خير دی اشرف غني هم يو ډول غلطي کړې وه او تاسي بيا بل ډول.

وزير امرخيل
میلمه
وزير امرخيل

بايد په ټولو ملي مسائلو کې ورسره همکاری وکړی ځکه افغانستان د ټولو ګډ کور دی او په مونږ ټولو حق لری چې خدمت ورته وکړو هغه که په هره برخه کې وی کرزی بايد خپلې تجربې له اشرف عنی سره شريکې کړی، ځکه په اوس وخت کې افغانستان په ډير حساس پواو کې قرار لری هسې نه چې بيا د تير تاريخ ترخې تجربې تکرار شي.

مجاهد
میلمه
مجاهد

هو، د امرخیل صاحب خبره سمه ده، د غلامی په اصل کی غنی او کرزی دواړه غبرګون ورونه او د یوه دجال ( امریکا ) بچیان ( غلامان ) د ی د کرزی سره یی نیمه شپه او د غنی سره یی د واده په لمړی ورځ نکاح ( د غلامی ټړون ) لاسلیک کړو