
غزل: عبدالصبور طلايي
عبدالصبور طلايي
ملت مرګونو دی ځپلی ياران څه پیژني
له پټو سوړو راوتلي ماران څه پیژني
د آس سورلي یې کړې نه ده پرې پوهیږي کله
قدر د ښه وزيري آس خرکاران څه پیژني
هر یو د دروغو په وعدو قوم ته دهوکه ورکوي
دوي په تن پټ، په نس ماړه دي خواران څه پیژني
په زړه یوه په خوله ئې بله د مشرۍ دعوه کړي
ساده ملت دی دا دوه مخي مشران څه پیژني
دلته د یوې خبرې کلکې پیره وان اوسیږي
دا پردي پاله بې وفا مزدوران څه پیژني
مونږه تباه برباد نااهله رهبرانو کړلو
د وطن مینه دا د بل نوکران څه پیژني
سوله د ټولو پرګنو يواځینۍ هیله ده
واقعي سوله دا د بل مزدوران څه پیژني
د قیادت معیار معلوم دی طلائي کبیره
تش په نامه له عقله خلاص رهبران څه پیژني