د ټاکنو کميسيونونو رئیسان او ټول کمشنران له دندو ګوښه کړای شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د يوه ځانګړي فرمان له مخې د ټاکنو دواړو کميسيونونو رئيسان او ټول کمشنران له دندو ګوښه کړي دي.

د اشرف غني له لوري په خپاره شوي فرمان کې راغلي، چې د ټاکنو په قانون کې د تعديلاتو تر راوستو وروسته د ياد کميسيون ټول کمشنران له دندو ګوښه شوي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې د سياسي ګوندونو د وړانديزونو او د کابينې له تصويب وروسته يې نن پرېکړه کړې، چې سر له ننه د سلواغې له۲۳مې د ټاکنو د کميسيونونو د رئيسانو سربېره ټول کمشران معزول حسابيږي.

فرمان زياتوي، چې د چارو د روانو ساتلو لپاره د دواړو کميسيونونو د دارلانشاء مشران د کميسيونونو د سرپرستانو په توګه ټاکل شوي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په فرمان کې دا هم راغلي، چې د اساسي قانون د ۱۳مې مادې په رڼا کې بايد د سياسي ګوندونو او ټاکنو اړوند مدني ټولنو غړي دې په شرائطو د برابرو کسانو اسناد د روانې سلواغې مياشتې تر ۲۷مه ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولېږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فايز افغان
میلمه
فايز افغان

دا هم د قانون څخه بله سرغړونه.
دا مستقل کميسيون دی چې اشرف غني يي د لري کولو واک نه لري.
بل دا چې له همدې کميسيون غړو سره اشرف غني جلا جلا وکتل او له هر يوه څخه يې امتحاني ازموينه واخيسته خو له دومره تدبير سره هم مفسد وختل.
نو اوس ګناه د چا ده.