افغانستان

تېر کال هره ورځ شاوخوا شل بمونه پر افغان خاوره غورځېدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امریکا پوځ وايي تېر میلادي کال کې يې په افغانستان کې پوره ۷۳۶۲ هوايي بریدونه کړي، چې په دې ډول هره ورځ تر شلو ډېر بمونه پر افغان خاوره اورول شوي دي.

میلټري ټایمز د امریکايي پوځ په حواله وايي، دوی تېر کال هوايي بریدونو کې دومره زور وهلی چې د بمباریو شمېر يې په تېره یوه لسیزه کې ساری نه لري.

دې هوايي بریدونو کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه او نور بمي بریدونه شامل دي.

د دې معلوماتو پر بنسټ هره میاشت تر ۶۱۳ بمونو ډېر پر افغان خاوره غورځول شوي دي.

دې بریدونو کې ډېری تلفات ملکي وګړو ته اوښتي دي، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې يې توند غبرګونونه هم را پارولي دي.

د ملکي تلفاتو له امله تېره اوونۍ په شینوراو کې محمد اشرف غني خپله غونډه نیمايي کې پرېښوده او د خلکو له اعتراضونو سره يې له سیمې پښې سپکې کړې.

یاده دې وي حکومت پرلپسې دعوه کړې چې ټول بریدونه د دوی په کورډیناټ، مرسته او له بهرنیانو د همکارۍ په غوښتلو ترسره کېږي، چې هر ځل يې د طالب جنګیالیو د ځپلو دعوې هم کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x