افغانستان

روسیه: د مسکوناستې په تړاو د غني غبرګون د هغه «بې وسي» ښيي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د روسيې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي مسکو کې د سیاسیونو او طالب استازو تر منځ ناستې اړوند د غني غبرګون د هغه بېچاره ګي به ډاګه کوي.

سپتونیک؛ د ضمیر کابلوف په حواله دا هم ویلي چې ملګرو ملتونو ته د طالب استازیو د سفرونو په اړه د محمد اشرف غني ګیله د هغه دوه مخیتوب څرګندوي.

هغه ويلي، کله چې طالبانو اندونزیا، تاشکند او ابوظبۍ ته سفرونه کول، ولې غني خوله چوپه نیولې وه؟

کابلوف ویلي د مسکو د دې ناستې په اړه د محمد اشرف غني څرګندونې د هغه «غوسه، نا امیدي او بېچاره‌ګي» ښکاره کوي.

څو ورځې وړاندې مسکو کې طالبانو او ګڼو سیاسي څېرو دوه ورځنۍ غونډه درلوده، چې ګډونوالو يې په یوه خوله د بهرنیانو وتل او د اسلامي نظام راتګ وغوښت.

دې غونډه کې د حامد کرزي په ګډون، محمد یونس قانوني، محمد محقق، حنیف اتمر او ګڼ هغه اشخاص هم برخه‌وال و، چې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت هم او د امریکايي یرغل پر مهال د طالب پر وړاندې وسله پر اوږه ولاړ و.

طالبانو ويلي، دوی د افرادو په توګه له هر افغان سره خبرو اترو، قناعت او ډاډګېرنې ته تیار دي، خو له «کابل ادارې» سره خبرې د دې ادارې د مشروعیت په مانا ګڼي.

د غونډې ګډونوالو ژمنه وکړه چې بله دا ډول غونډه به د قطر پلازمېنه دوحه کې ترسره کېږي.

محمد اشرف غني له دې غونډې وروسته پرلپسې توندې څرګندونې وکړې، له طالبانو سره ناست کسان يې «هیڅوک» وګڼل، خو وړاندې تر دې يې د خپل مذاکراتي ټيم په نوم د ګڼو همدې کسانو نومونه هم خپاره کړي و.

د شنونکو په باور دې غونډې محمد اشرف غني د تنهايۍ کندې ته ټېل واهه، ځکه خو يې ان ملګرو ملتونو ته شکایتونه پیل کړل او د سولې غوښتنې له دعوې سره سره يې وویل چې باید د طالب استازو پر سفرونو بندیزونه ولګول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x