نړۍ

محمد بن سلمان د کعبې شريفې بام ته ختلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د ټينګو امنيتي  تدابیرو پر مهال مکي حرم ته ننوتلی او د هغه د زيارت پر مهال د کعبې شريفې ټول انګړ له عمره کوونکو او لمونځ کوونکو خالي شوی و.

سعودي رسنيو ويلي، چې حرم شريف ته د  بن سلمان د سفر موخه د  پراختيا او ابادۍ د چارو څارنه او پوښتنه وه او هلته يې له کعبې طواف وکړ او د کعبې بام ته هم ختلی و.

له بن سلمان سره د کعبې شريفې د زيارت پر مهال د حرمينو شريفينو د کميسيون مشر شيخ عبدالرحمن سيدس او نور چارواکي ملګري وو.

حرم ته د بن سلمان تګ او د کعبې شریفې بام ته د هغه ختلو په ټولنیزو رسنيو کې  پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د محمد بن سلمان پلويان وايي، چې دا سفر او د کعبې بام ته ختلي د ديني مقدساتو په اړه د پام لرنې او اهتمام ښکارندوی دی.

خو د هغه متنقدين وايي، چې د کعبې شريفې بام ته ختل، حیرانوونکی او په اسلامي تاريخ کې ناشانا کار دی؛ځکه چې د کعبې شريفې بام ته ختل، د کعبې له هیبت او درناوي سره مخالف کار دی.

مشهور ديني عالم او دعوتګر دوکتور عائض القرني په خپل ټويټر پيغام کې د بن سلمان ستاينه کړې او د هغه په مدحه کې  يې يوه قصيده هم ليکلې ده.

د بندر بن مبارک آل شافي په نوم يوه ټويټر فعال ليکلي، چې بن سلمان د کومې موخې لپاره د کعبې بام ته ختلی او څه يې غوښتل؟

 

د ابتسام آل سعد په نوم يوه بل فعال ليکلي، بن سلمان په داسې حال کې کعبې ته تللی، چې  ټول عمره کوونکی  او لمونځ کوونکي  يې بهر کړي وو

ترکي الشلهوب وايي، چې بن سلمان په داسې حال کې کعبې ته داخل شوی و، چې د کعبې شاوخوا يې د پوليسو  په قرارګاه بدل کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بنگی

د لندغر به هم د قدافی په شان د سپی په مرگ به ومری.

غ.حضرت

د یو مقدس څیز تقدس د یو نجس څیز سره د تماس له وجی نه زایل کیږی، مثلاً که یو څو څاڅکی وینه پر مصحف شریف یا جای نماز یا د مسجد په صحن او غولی او حتی محراب کی سهواً یا قصداً توی شی ددې څیزونو تقدس ته هیڅ زیان نه شی رسولای بناً د شجرة الملعونه او شجرة الخبیثه ښاخ او ریښه( آل سعود او وهابیان) چي د خپلو یهودی او انګرېزی بادارانو په دستور هر اسلامی ضد عمل تر سره کوی او اسلامی شعائرو او عقائدو ته سپکاوی کوی د اسلام تقدس ته زیان نه شی رسولای… نور لوستل »

غوربندي

په بام ولاړه يې زنګېږي بن سلمان
دا رنګ دې ولې ژېړ دی جانانه !

مختار

سلمان یو دیر نجس او خبیث انسان دی پاک الله ی دی هلاک کری

فايز افغان

سوال دا دی چې ايا د کعبې بام ته ختل سنت ، بدعت ,مباح که مستحب دي.
د کعبې بام ته ختل يو عادي کار دی چی له مباح پرته بل څه نشو ورته ويلی او نه د کعبې بام د کعبې له نورو برخو کوم خاص فضيلت لري، نو چې کله داسي دی نو د اهميت له کبله هم لوړ اهميت نه لري. او نه دومره په رسنيو کې وڅيړل شي.

مجاهد

کفارو په ځانګړی ډول یهودانو له اوله د اسلام او مسلمانانو په ضد له هرو ممکنو شیطانی دسیسو، کړنو او فتنو کار واخست تر دی چه کاذب پیغمبران یی جوړ د قران د تحریفولو هڅی او شیعه او سنی جوړولو بریالی هڅی یی وکړی ، بلاخره د صلی جنګو په شان د مسلمانانو سره مخامخ جنګو ته هم راووتل ، مګر د پام وړ څه چه د اسلام او مسلمانانو د پرمخ تګ مخه یی نیولی وی تر لاسه نه کړه. ورته معلومه شوه چه مسلمانان له بهره نه بلکه له دننه باید وټکول شی او د اسلام مقابل کی… نور لوستل »

غ.حضرت

فایز شریکه! کیسه او نیوکه په بام کی نده بلکه کیسه په جام کی ده، د قدرت او واک په هغه لېونی جام کی چي مستی او نشې ئې زموږ او د سیمی وولسونه د ستر ناورین سره مخامخ کړیدی. زما ضدیت د وهابی مُلایانو او د هغوی د احمقانه استدلالونو سره ځکه ډېر ژور دی چي: ما تر اوسه د یو سلفی مُلا ( که د سعودی وی او که د بل هیواد) څخه ندی اورېدلی چي د آل سعود د متکبرانه کړنو سره ئې د اسلامی ارشاداتو په رڼا کی مخالفت څرګند کړی وی. تاسی د آل سعود… نور لوستل »

مجاهد

که په یوه جانماز یا مسحد کی څوک وینه توی او لا ناولتیا وکړی تر هغی چه هغه ناولتیا نه وی پاکه شوی په هغه جانماز یا مسجد کی لمونځ نه کیږی یعنی پاکوالی یی په موقتی ډول له منځه ځی . دا ډیر ښه مثال دی دا معنی لری چه مونږ باید دا ډول خلک ( که د اصلاح وړ نه وی ) له منځه لیری کړو او په ځانګړی ډول له مشرتابی خو یی لیری کړو، تاسی ته پټه ده چه مکی معظمی او مدینی منورو ته د غیر مسلمو اجازه د همدی امله نشته چه هغوی ناپاکه… نور لوستل »

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x