افغانستان

شنونکي ټاکنیزو کمیسیونونو کې بدلونونو تېرې ټاکنې تر سوال لاندې راوستې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني تېره ورځ د یو فرمان له مخې د ټاکنیزو کمیسیونونو مشران او کمېشنران له دندو ګوښه کړل.

د هغوی د لرې کېدو علت، فساد، درغلۍ او بډې اخیستنې په ګوته شوې، چې له همدې امله لويې څارنوالۍ ممنوع الخروج اعلان کړي دي.

په ورته وخت کې شنونکي پر دې باور دي چې د دې کسانو لرې کېدل د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو مشروعیت تر سوال لاندې راوستی دی.

د چارو شنونکي انجینر نظر محمد مطمئن پر خپله فیسبوک‌پاڼه په پوښتونکي انداز لیکلي: «د ټاکنو کمېشنران چار ګمارلي و، چا ورسره انټریو کړې وه؟ ټاکنې شفافي، ګمارونکي شفاف؛ یوازې کمېشنران غیر شفاف شول؟»

د جمعیت اصلاح افغانستان فرهنګي څانګې غړی عبدالفتاح جواد وايي د دوی لرې کېدل او پر فساد يې اعتراف کول د دوی له لوري پر ترسره شوې پروسه اغېز ښندي.

هغه لیکي: «چې د فساد په تور یو او دوه نه؛ بلکې ټول کمېشنران رخصت او څارنوالۍ ته معرفي شول، نو د هغوی په لاس ترسره شوې پروسه کوم حیثیت لري؟»

په ورته وخت کې د ارګ ویاند هارون چخانسوري وايي د دې کسانو لرې کېدل به په راتلونکو ټاکنو کوم اغېز ونه لري.

ازادي راډیو د ارګ د یوې سرچینې په حواله وايي چې ډېر ژر به نوي کمېشنران وګمارل شي او راتلونکې ټاکنې به هغوی مدیریت کړي.

یاده دې وي د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو لا هم بشپړه پایلې نه دي اعلان شوې.

ځينې شنونکي پر دې باور هم دي چې محمد اشرف غني کمیسیون کې د مداخلې له لارې ولسي جرګې ته د خپلې خوښې نوماندان بریالي کړل او راتلونکو ټاکنو کې يې هم ورته اقدام ته زړه کړی دی.

له دندو لرې کړل شوي کمېشنران له ازموینې وروسته د محمد اشرف غني له انټریو وروسته د تایید وړ ګرځېدلي و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x