له طالب ویاند ذبیح الله مجاهد سره د شرق الاوسط ورځپاڼې مرکه!

یادونه: دا مرکه د سولې د خبرو اترو، د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو پر اړیکو او د راتلونکي افغانستان په اړه مهم مسائل په خپله لمن کې را نغاړي، نن ټکی اسیا يې د خپل اهمیت له مخې له تاسې سره کټ مټ شریکوي:

پوښتنه : اشرف غني درته د مخامخ خبرو بلنه درکړې ایا له نوموړي سره خبرې کوئ؟له امریکايي استازي خلیلزاد سره مو د ناستې او له پښتانه او سُني اشرف غني څخه مو د انکار په اړه څه نظر دی ؟

ځواب : مونږ په تاکید سره ویلي چې د کابل اداره دکوم نظام په ډول په رسمیت نه منو او نه هم په هغو مسائلو بحث ورسره کوو چې په دوی پورې اړه نه لري اونه يې په اړه صلاحیت لري، ځکه اوس موږ له امریکایانو سره د اشغال د پای ته رسولو په خبرو بوخت یو. تش په نامه اسلامیت د اعتبار وړ نه دی، بلکې واقعي اسلامیت هغه دی چې د ا شغالګرو کافرانو له ملاتړه لاس واخیستل شي، د مسلمانانو د شتمنیو تحفظ وکړل شي، بي لاري منصرینو ته د مسلمانانو د منحرف کولو په غرض د همکاري زمینه مساعده نه کړل شي. واقعي مسلمان هغه دی چې په کړو وړو کې یې د اسلامیت آثار ښکاره شي. له خلیلزاد سره ځکه مونږ خبرې کوو چې هغه د اشغالکرو اصلی استازی دی. د هغه برعکس اشرف غني د امریکایانو یو محلی مزدور دي چې پر افغان ولس یې تحمیل کړی دی. ځکه نو اشرف غني او د هغه رژیم یوه فرعي ستونزه ده چې د اشغال تر خاتمي وروسته یې افغانان په خپل منځ کې حل کولای شي.

پوښتنه : په تیر اختر کې مونږ داسې انځورونه ولیدل چې طالبان او د کابل حکومت عسکر په ډیره خوښۍ یوله بل سره تر غاړي کیدل، ایا دا شوني ده چې یو مهال د کابل حکومت چارواکي او د طالبانو مسؤلین هم په دغسي یوه چلند کې سره ولیدل شي؟

ځواب: د کابل رژیم عسکر د ولس هغه نیستمن او تنګ لاسي ځوانان دي چې فقط د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو لپاره د هغوی لیکو ته ورغلي او ور ته د طالبانو په اړه ناسم تبلیغات شوي دي. د اختر په اوربند کې د یوه فرصت په توګه دا زمینه مساعده شوه چې هماغو تیر ایستل شویو عسکرو طالبان په خپلو سترګو ولیدل، چې ډیر ښه تأثریې تري واخیست او د هغه تأثر په نتیجه کې یې تر اوربند وروسته ډیره مرسته له طالبانو سره وکړه.اما د رژیم لوړ پوړي چارواکي داسې نه دي؛ بلکې هغوی د غرب له فکره متأثرشوي او د هغه تأثر پر اساس عملا د اشغالګرو ترڅنګ په لوړو دندو کې کار کوي، ځکه هغوی معذور نه بلل کیږي .خو که همدا چارواکي له خپلو جرمونو څخه لاس په سر شي او توبه وکاږي، نو خامخا به زمونږ چلند هم ورسره ښه او له هغوی سره به د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ورورۍ تعامل کوو.

پوښتنه : امریکايي استازي زلمي خلیلزاد تیره دوشنبه له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې له مونږ سره د کار د چوکات مسوده شته ده چې باید د هغې مطابق کار تمام او بیا ورباندې پریکړه وکړو .نوموړي زیاته کړه : طالبانو داسې ژمنې وکړې چې مونږ تري خوښ یو ، هغوی باید داسې څه وکړي چې افغانستان بیا د هغو ډلو او افرادو په ځاله بدل نه شي کوم چې په تروریستي کړنو کې ښکیل دي ، تاسو یې په اړه څه وایاست؟

ځواب: له امریکايي جهت سره زموږ خبرې روانې دي، امریکايي ځواکونه د اشغال په پای ته رسیدو باندې سلا شوي دي، موږ هم په خپله خواکې دا ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې څخه هیچاته نه ضرر متوجه و اونه به له دې هیسته متوجه وي.مونږ د خپل دین او ولس د تحفظ لپاره هلي ځلي کوو او په داسې څه به پریکړه کوو چې په هغه کې مو دیني او وطني مصالح محفوظ وي.

پوښتنه :ایا ستاسي او امریکایانو ترمنځ د اوربند، خارجي ځواکونو د وتلو د مهال ویش ترڅنګ د بندیانو د تبادلې او افغانستان بیا ځلی د ترهګرو ډلو په ځای نه بدلیدو په څیر داسې نور کوم لانجه من ټکي شته دي؟

ځواب :زمونږ اساسي مطلب له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پرشاتګ دی پر بهرنیو ځواکونو زمونږ بریدونه د هغوی د پرشاتګ اساسي وسیله ده ځکه نو له څه پریکړې پرته له هغوی سره اوربند ناشونی دی.همدا ډول د هغو بې ګناه افغانانو له بند څخه خوشې کول اړین دي چې په ظلم او جبر سره له خپلو کورونو ایستل شوي او مودې مودې په زندانونو کې ساتل کیږي. له افغانستان څخه هیچاته خطر متوجه نه دی او نه هم داسې کولو ته افغانان اجازه ورکوي. نو زموږ له خوا داسی ټکی نه دی پاتې چې حل شوی نه وي، البته امریکایان هم پخپله اړخ کې ډير مسئولیت لري، د اشغال پای ته رسول، همدا ډول له داعشي فتنه ګرو څخه حمایت نه کول چې زموږ هیواد او سیمې ته د زیان رسولو اراده لري.همدا اوس له داعش سره زمونږ د جګړې لومړۍ کرښې د امریکايي الوتکو لخوا بمباریږي ، مونږ له امریکایانو دا غواړو چې هغوی د داعش له ملاتړه لاس واخلي تر څو مونږ په خپل هیواد کې د سولې، سوکالۍ او بیا رغونې ژوند پیل کړو.

پوښتنه: غربي ناظرین په افغانستان کې د طالبانو لخوا پر دولتي ځواکونو د بریدونو د زیاتوالي لامل پوښتي ، تاسو يي په اړه څه وایاست؟

ځواب : پر داخلي ځواکونو زموږ د مجاهدینو د بریدونو زیاتوالي لامل دادی چې همدا ځواکونه له امریکایانو سره په ملتیا د خپل ولس په خلاف جنګیږي ، همدا ځواکونه دي چې امریکایان یې د وسیلې په توګه کاروي او پر ولسي خلګو باندې په هرو عملیاتو کې له دوي څخه استفاده کوي، همدا وجه ده چې د دوي تلفات هم ډیر دي او د مجاهدینو لخوا په نښه کیږي هم ډیر.سره له دي چې بهرنیان له مجاهدینو سره له مخامخ کیدو څخه ځان ساتي او شمیر یې هم محدود دی خو هغوی بیاهم د مجاهدینو لخوا ځاني او مالي تلفات ویني او وژل کیږي.

پوښتنه: ایا تاسو له ګاونډیو هیوادونو څخه مرستې ترلاسه کوئ ،خاصتا په دې وروستیو کې دا خبرې اوریدل کیږي چې له ایران سره مو اړیکې ډیرې ښې شوې دي؟

ځواب : مونږ خپل ګاونډیان او ټول مسلمانان دیته را بولو چې د امریکایانو خلاف زمونږ د جهاد داسي ملاتړ وکړي لکه د شوروي اشغال په مهال چې یې زمونږ ملاتړ کاوه ، خو له بده مرغه چې د امریکايي اشغال په مهال په دې اړه کې ډیر تقصیر لیدل کیږي.مونږ له ټولو هیوادونو څخه هیله لرو چې په دې اړه پرخپلو مواقفو باندې له سره غور وکړي او په هغه څه اقدام وکړي چې په هغه کې د مسلمانانو او همدا راز د ټولې سیمې مصلحت وي.زمونږ په بهرنیو اړیکو کې د ښه پرمختګ له وجې زمونږ اړیکې له ټولو ګاونډیانو او ټولې سیمې سره ښې شوې دي.

پوښتنه : تاسو په افغانستان کې پر څومره مساحت واکمنۍ لرئ؟

ځواب: مونږ تقریبا د هیواد په اکثریت تسلط لرو ، مجاهدین مود کابل په شمول هرځای شتون لري، حتی د رژیم په پوځي او دولتي مراکزو کې هم شتون لري.دښمن هم ډیر وخت پر هیواد باندې زمونږ د تسلط په اړه ارقام خپروي ، خو هغه ارقام متفاوت وي ، کله کم کله زیات ، ځکه هغوی د خپلو ځواکونو د مورال ساتلو په غرض دغه رویه غوره کوي ، خو موږ ته د ارقامو په اړه د هغوي اعلان ارزښت نه لري، بلکي پر هغه واقعیت حساب کوو چې مونږ عملا پر خپلې خاورې تسلط لرو او چې هرځای وغواړو هلته عملیات کولای شو.

پوښتنه: په دې وروستیو کې مو له پاکستان او نورو لوریو څخه څومره زیاته مرسته تر لاسه کړي؟

ځواب: کاشکي داسې واي چې زمونږ ګاونډیانو له مونږ سره د اشغالګرو په خلاف زمونږ د ولسی مقاومت مرسته کولای، زمونږ د اسلامي جهاد مرسته پر ټول اسلامي امت فرض ده ، پر افغانستان امریکايي یرغل د ټولو مسلمانانو خلاف یرغل دی ، دا یرغل د هغه دښمن لخوا یرغل دی چې نه یواځې افغانستان بلکي پر نورو اسلامي هیوادونو یې هم یرغل کړی دی، همدا دښمن دی چې د مسجد اقصی د غاصبینو (یهودو) ملاتړ کوي او خپل سفارت یې د یومیلیارد مسلمانو د غوښتنو خلاف بیت المقدس ښار ته نقل کړ.مونږ دا سوال کوو چې مسلمان چیرته دي چې د همدي ظالمو یرغلګرو په مقابل کې د افغانستان او فلسطین د مسلمانانو مرسته وکړي؟ د تولې نړۍ مسلمانان باید د اشغال په مقابل کې زمونږ مرسته وکړي ، دغه مرسته د هغوي په مصلحت دی ، دا مصلحت که یې دنیايي مصلحت دی او که د آخرت.

پوښتنه : تاسو ولي له امریکایانو سره د خبره لپاره قطر هیواد غوره کړی، ولی په اماراتو او یا سعودي کې ورسره خبرې نه کوئ؟

ځواب: په اماراتو کې مو هم خبري کړې خو دا چې قطر هیواد مو د سیاسي دفتر کوربه دی نو ځکه مو ډیرې خبرې هلته تر سره کیږي.

پوښتنه: ایا سعودي عربستان ( د حرمینو شریفینو ) ځمکه به په افغانستان کې د جګړې د پایته رسیدو د پریکړې لپاره وروستی ټاکل شوی هیواد نه وی؟

ځواب: د حرمینو شریفینو ځمکه (سعودی عربستان) د هرمسلمان لپاره شرف دی، که اړتیا ولیدل شي او طرفین وغواړي په سعودي عربستان کې هم ناسته کیدلی شي، خو دا چې نهايي پریکړه به کله کیږي، تر اوسه معلومه نه ده.

پوښتنه: ایا نور به هم د اوربند په اړه چې په مذاکراتو کې یوناندرییز ټکی د فروري د میاشتې په ۲۵خبرې کیږي او تاسو به بیاهم تر اوربند وړاندې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوئ؟

ځواب: تر څو چې مو په هیواد کې یو بهرني محارب پوځي وي په خلاف به یې زمونږ جهاد جاري وي. د اوربند په اړه خبره د وقت په اړه نه بلکې د مبدء او اساس په اړه ده ، اوربند د دښمن لخوا د جهاد د توقف د وسیلې په حیث کارول کیږي که خدای مکړه جهاد متوقف شي بیا دښمن له افغانستانه نه وزي.

پوښتنه: ایا تاسو نور د افغانستان د اولس کلنې جګړې پایته رسیدو ته خوشبین یاستئ؟

ځواب: هو ! مونږ نور په افغانستان کې د تحمیلې جګړې د پایته رسیدو په اړه متفاول یو، مونږ له مجاهدینو سره د الله په نصرت باور لرو او دا مو د ایمان برخه ده. زمونږ مشر امیر المؤمنین ملا محمد عمر (مجاهد) رحمه الله د اشغال په اوائلو کې دا خبره کړې وه چې (( امریکا زمونږ د شکست خبره کړي او الله تعالی مو د بریالیتوب ، نو وبه ګورو چې د چا خبره ریښتیا کیږي.)) الله تعالی د شوري اشغالګرو په مقابل کې هم مونږ ته بریالیتوب را نصیب کړی و ، هماغه لوی خدای به راته پر امریکایانو هم د غلبې توفیق راکوي.

پوښتنه: ایا د ایراني حکومت په منځګړیتوب له کابل حکومت سره خبرې کوئ؟

ځواب: تر اشغال ختمیدو وروسته ټولې چارې داخلي دي چې هیڅ بهرني منځګړیتوب ته ورکي ضرورت نه پیدا کیږي، افغانان د خپلو کورنیو ستونزو د هواري لپاره د مرکو او جرګو ښه ترتیب لري چې هغه ډیرې مؤثرې او فعالي دی ، فقط دلته ټول مشکل بهرنی اشغال دی.

پوښتنه: که ایران د فاطمي لښکر ملیشې افغانستان ته راولي ستاسي موقف به یې په اړه څه وي؟

ځواب: لومړی خو موږ تراوسه د ایران لهخوا داسې کومه اراده نه ده محسوس کړې، بل اساسا اسلامي مارت هیڅکله په خپل هیواد کې داسې تشکیلات نه مني چې هغه د افغانستان د مشروعي دفاع له چوکات څخه بهر وي او نه هغوی ته په خپله خاوره کې اجازه ورکوي.

پوښتنه: کابل حکومت ته نیږدي حلقات وايي چې ایرانی حکومت د افغانستان په لویدیځ کې ستاسی له وجود سره په دې مخالفت نه لري چې له هغه نه په استفادي سره د هلمند د رود اوبه دوی تر لاسه کړي؟

ځواب : د کابل حکومت ته له تشو تبلیغاتو پرته نورڅه نشي کوالای یواځې همدا ېې په توان کې دي. اسلامي امارت په افغانستان کې د خپل سیاسي او پوځي ثقل له مخې یو مطرح جهت دی ، د افغانستان ټول ګاونډیان په دې خوښ دي چې طالبان د هغوی له پولو سره نیږدي وي، ځکه هغوی د طالبانو په نظم او کنټرول باور لري او پوهیږي چې طالبان د ګاونډیانو په شمول هیچاته هم ګواښ نه دي.

پوښتنه: د ایران پخواني ولسمشر محمد خاتمي په خپلو څرګندونو کې ویلي چې ایران د طالبانو د له منځه وړلو په غرض له امریکايي ځواکونو سره مرسته کړې، تاسو په تیرو څو کلونو کې د ایران رول ته په کومه سترګه ګورئ؟

ځواب: ډيرو هیوادونو له امریکایانو سره د افغانستان د اشغال پر مهال مرسته وکړه ، خپله خاوره ، خپله فضا او خپل میدانونه یې هغوی ته په واک کې ورکړل ، حتی له بده مرغه چې د سیمې ځینو هیوادونو خپل پوځي او استخباراتي کارکوونکي هم د ایتلافي ځواکونو په لیکو کې افغانستان ته را ولیږل او دلته یې خپل مسلمان وروڼه شهیدان کړل.خو الله تعالی د حق مرستندوی دی ، د امریکا له ټول قوت سره مونږ نن ورباندې غالبه یو ، اوس مونږ له هرچا سره د مثبت تعامل نوي صفحه پرانیستي .مونږ به اوس له هرچاسره د همدې نوي صفحې له مخې تعامل کوو او له هرچاسره به د متقابل احترام پر اساس ښې اړیکې غواړو.

پوښتنه: د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دوی د طالبانو له استازیو سره خبرې کړې، دا خبرې په څه اړه وي؟

ځواب: اسلامي امارت اوس هغه واقعیت دی چې له پامه غورځول یې ناشونی دی ، ګاونډیان هم د دغه واقعیت پراساس له اسلامي امارت سره تعامل ته اړ دي .ټول هیوادونه خپل مصالح لري چې د هغود خوندیتوب لپاره کار کوي ، د ایران او اسلامي امارت د استازیو ترمنځ تر سره شوي خبرې هم د طرفینو د مصالحو د خوندیتوب پر اساس وي .

پوښتنه: د ایران ځیني شنونکي په دې نظر دي چې له افغانستان څخه د امریکایانو پرشاتګ به پر ایران باندې د امریکا د برید احتمال زیات کړي ، تاسو د ایران او امریکا ترمنځ راتلونکی ترینګلي وضعیت په اړه څه وایاست؟

ځواب : په افغانستان کې امریکايي اشغالګر د افغانستان په شمول د ګاونډیانو او ټولې سیمې لپاره خطر او ګواښ دی ، په عین شکل له افغانستان څخه د اشغالګرو وتل د افغانستان ، د هغه د ګاونډ او ټول سیمې لپاره د خطر د ختمیدو په معنا دی .زما په نظر د امریکا او ایران ترمنځ پوځي تصادم فکر نه کوم ، ځکه امریکایان اصلا غواړي د بندیزونو او نورو فشارونو په وسیله د ایران نظام له داخله له منّځه یوسي، نه د مخامخې جګړې په وسیله ، ځکه که جګړه یې ترمنځ پيښه شي بیا یې کنټرولول د ټولو له توانه وزي.

پوښتنه: تاسو څو فیصده په مذاکراتو کې د امریکايي پر شاتګ په اړه د هغوی د وړاندیزونو له جدیت څخه باوري یاستئ؟

ځواب : مونږ سل په سلو کې پر دې باوري یو چې الله تعالی به مو حتما د اشغالګرو خلاف جګړه کې بریالي کوي.الله تعالی په خپلې ژمنې باندې ښه وفا کوونکی دی، الله تعالی له مؤمنانو سره په خپل نصرت وعده کړې او له باطل سره یې د شکست وعده.امریکایان د هیڅ باور خلګ نه دي ، ځکه هغوی زمونږ خلګ شهیدان کړي ، کلي یې را بمبار کړي ، ځوانان یې را بندیان کړي او مونږ یې ډیر ځورولي یو.خو اوس په دې باور لرو چې هغوی به حتما زمونږ له هیواده شرمیدلي وزي ، ځکه هغوی تر مونږ وړاندي د الله په نزد د جنګ اعلان کړی .. چې الله به یې حتما ذلیل کوي … ان شاء الله.

تبصرې (2)

  • ماشاءالله ، و دى ته وايى د افغان مسلمان ولس ويندوى
    الله تعالى(ج) مو په هر ميدان كى بريالى لره

  • جناب محترم غازی ذبیح الله مجاهد صیب بلبل آزادی اسلام هستند الله متعال در پناه خود ایشان را داشته باشد.