شعـــــرونه

غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

چا په وطن سرونه کېښول، چا په دین باندې
څوک په ملي بیرغ قربان شول، څوک په سپین باندې

ټول د یوې ادې زامن دي، د یوه کالۀ دي
خو د پردو د لاسه ناست دي په کمین باندې

د امریکې دوستي لستوڼي کې د مار ساتل دي
نۀ په روسیې باور په کار دی، نۀ په چین باندې

قحط الرجال زیاتي نور څنګه وي، ځه تۀ ووایه؟
پاچا دا لوی کندهار ساتي په تادین باندې

ګاونډۍ پېغله به ښایسته وي، خو مکاره هم ده
زموږ له وینو ږدي خالونه په جبین باندې

کُفار یې وژني او غافل مسلمانان وګوره
کله دُعا باندې لانجې، کله آمین باندې

هغه د هیچا پروا نکړي “خدرخېله” یاره
څوک چې یقین لري په رب العالمین باندې

ـــــــــــــــــــــــــــــــ
#جانان_خدرخېل

۱۳۹۷/۱۱/۲۲

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

ماشاالله ډیر ښکلی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x