صبغت الله مجددي خاورو ته وسپارل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان پخواني ولسمشر او د ملي نجات ګوند مشر صبغت الله مجددي جنازه نن له غرمې مخکې په ارګ کې اداء شوه او له هغې وروسته د کابل په عاشقان او عارفان سيمه کې خاورو ته وسپارل شو.

صبغت الله مجددي وړمه شپه د ۹۳ کالو په عمر په کابل کې ومړ.

د نوموړي جنازه چې په ځانګړو دولتي تشريفاتو ارګ ته يو وړل شوه، د جنازې په مراسمو کې يې د ګډ حکومت مشرانو، پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ګڼ شمير سياسي څېرو او دولتي چارواکو ګډون وکړ.

همدا راز د نوموړي د جنازې په مراسمو کې په کابل کې د امريکا د سفير جان بس په ګډون ګڼو بهرنيو ديپلوماتانو هم ګډون کړی و.

نوموړی له ډېرې مودې راهيسې ناروغ و او تر دې وړاندې يې هم څو ځله د مرګ خبرونه خپاره شوي وو.

نن په افغانستان کې د نوموړي د مړينې له امله عمومي رخصتي اعلان شوې وه.

د جنازې په مراسمو کې د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني وويل چې نن يې د افغانستان د معاصر تاريخ يو شخصيت له لاسه ورکړ او زياته يې کړه چې نوموړی د ګڼو ځانګړتياوو خاوند و.

صبغت الله مجددي که څه هم د افغانستان په سياست کې جنجالي سابقه نه لري خو له پرون راهيسې په ټولنيزو رسنيو کې يو شمير فعالانو د نوموړي په کردار او سياست نيوکې کولې او د نوموړي د هغې غونډې ويډيو ګانې ډېرې لاس په لاس شوې چې له امريکا سره د امنيتي تړون په لاسليک کولو ټينګار کوي.

نوموړي له امريکا سره د امنيتي تړون په اړه جوړه شوې مشورتي غونډه کې له حامد کرزي څخه غوښتي وو چې له امريکا سره امنیتي تړون لاسليک کړي او که داسې ونه کړي نو له هرڅه به استعفاء ورکړي او له هيواد نه به هجرت وکړي، چې په همدې دريځ يې ډېرو خلکو نيوکې کړې وې.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

مجددى خواركى دا فكر نه كاوه چى يو وخت به مرى، يا داچى پر خپل خالق يى ايمان او باور نه درلود چى د كفارو پلوى او د مجاهدينو دشمنى يى كوله اوس دى د أنكر او منكر جواب وايى هر هغه سوك چى پخپله گناه د شرم او حيا احساس نكوى او نور انسانان هم له سمى لارى راگرزوى او بدى لأرى ته يى تشويقوى ، دا كس د پاك الله(ج) په نزد تر تولى بد إنسان دى ، وداسى كسانوته بد ويل او إفشاء كول يى د خير كار دى چى نور انسانان عبرت واخلى . د دى… نور لوستل »

حکیمي
میلمه
حکیمي

زه چي کله دګورپه غاړه سپین ږیري ګورم دایوارمان لري چي یووارمې خپلواک افغانستان لیدلی وای بیاکه مړوای پروایې نه وه

خوحضرت صاب داارمان نه درلود دهغه ارمان داووچي امریکایان په افغانستان کې پاتې وي
خوځه دده له ارمانه سره سم د اشغال ترسیوري لاندې مړشو او دصلیبي اشغال تر چترلاندې خاوروته وسپارل شو
ریښتیا دحضرت صاب له مړینې سره سم ښه بارانونه هم وشول خدای مهربان دی چي ترخاوروته سپارلو وروسته به یې سوله هم افغانستان ته راشي
اودافغانستان ددښمنانو ارمانونه به هم لکه حضرت صاب ترخاورولاندې شي

احمد
میلمه
احمد

د شهيدانو د وينو پوروړ‎یه أخرت دي تباه شه جهنم دي نصيب شه