نړۍ

ناټو په افغانستان کې «د افغانانو په خوښه د تلپاتې سولې» ملاتړ کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): ناټو د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې د روانو خبرو هرکلی کوي او غوښتنه يې کړې، چې د سولې خبرې بايد تلپاتې امنيت، ثبات او سولې ته زمينه برابره کړي.

په ناټو کې د امریکا استازې کای بيلي هاسټن ويلي، چې امریکا او متحدين يې د افغانستان روانه جګړه له سوله ييزې لارې پای ته رسول غواړي؛ ځکه چې پوځي لارو چارو تر اوسه کومه ګټه نه ده کړې.

هغه وايي، چې د ناټو غړو هېوادونو د سولې روانو خبرو په اړه  ژور بحثونه کړي او وايي، چې د افغانستان لپاره داسې تلپاتې سوله غواړي، چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.

دا په داسې حال کې  ده، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد هم  تېره ورځ ويلي و، چې ناټو د سولې روانو خبرو په اړه د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

خلیلزاد د سولې په اړه د  خپل ماموريت  په لړ کې پنځم سفر له بلجيم څخه پيل کړی او هلته يې د ناټو غړو هېوادونو له استازو سره د سولې روانو خبرو جزيات شريک کړي دي.

خلیلزاد به د روانې فبرورۍ مياشتې له شلمې وړاندې پاکستان او بيا قطر ته سفر وکړي.

د امريکا او طالبانو ډيپلوماټانو ويلي، چې د سولې راتلونکې ناسته به د فبروري په ۲۵مه پيل شي، خو دا نه ده روښانه، چې دا ناسته به څو ورځې دوام ومومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x