مايک پمپيو د دیموکراسۍ له پاره د مجددي هڅې ستايلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ا مريکا د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د پخواني ولسمشر او ملي نجات ګوند مشر صبغت الله مجددي په مړينه خواشيني ښودلې ده او په افغانستان کې يې د ديموکراسۍ د پلي کېدو له پاره د نوموړي هڅې ستايلي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزرات له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې صبغت الله مجددي په افغانستان کې د سولې او د يموکراسۍ ښه ملاتړی و او په دې لاره کې يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي.

اعلاميه زياتوي چې صبغت الله مجددي په ۲۰۰۳ کال کې د افغانستان د اساسي قانون په اړه د لويې جرګې مشري هم کوله او له نړېوالې ټولنې سره يې د ديموکراسۍ په برخه کې د پام وړ کار کړی دی.

صبغت الله مجددي وړمه شپه په کابل کې د ۹۳ کالونو په عمر کې ومړ او نن غرمه يې په ارګ کې د جنازې مراسم ترسره شول چې په کې د ګډ حکومت د مشرانو او نورو لوړ پوړو داخلي او خارجي چارواکو په ګډون په کابل کې د امريکا سفير جان بس هم ګډون کړی و.

مايک پمپيو لومړی بهرنی چارواکی دی چې د صبغت الله مجددي په مړينه يې خواشيني ښودلې ده.

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

مونږ ته سره د دی چه د غلام مجددی پوره پټه وه او دغه پټه نننی هم نه له هماغه وخت چه دوی شور بازار کی د امان الله خان، نادرخان او ظاهر خان د پاچاهیو چاپلوسی کولی او د سعودی د سلفیانو په شان به یی د شاهی کورنیو ملاتړ کولو یا لکه د اروپا د پاپانو په شان چه د وخت حکومتونه به یی ستایل او د وخت حکومتو به دوی ته دسترخوان ورکولو. خو کله چه مړ شو مونږ هم دومره ولیکل چه اوس مړ دی په اړه یی څه نه لیکو یعنی د دغه ملحد په… نور لوستل »

لونګ
میلمه
لونګ

همدا تاسو طالبانو یو وخت ویل چی پادشاه د خدای سیوری ده او هغه سره بغاوت کفر ده. د پیرانو او حضرتانو لړی خو همدا تاسو ګرمه ساتی وه او لا تر اوسه هم ادامه لری. د غوث الاعظم دستګیر درجه مو له الله (ج) له علمه زیاد بلله. #####

مجاهد
میلمه
مجاهد

لونګ چانه! ستا له کږو وږو خبرو داسی معلومیږی چه د کمونستی او دموکراسی د باغونو بوراګان یاست . د طالبانو په ځآی ووایاست چه تاسی (( مسلمانان )).
دا خبره چه پاچا د خدای سیوری دی، رښتونو مسلمانانو نه ده کړی او نه به یی وکړی همدغو باعوری ګانو په شان تش په نامه مسلمانان یی کوی. چه د پاچاهانو نمک خواره وی لکه تاسی چه یی د څو ډالرو یا مقامو د پاره د روسی او امریکی د پاره کوی

احمدرحیم
میلمه
احمدرحیم

ټول مسلمانان د یو الله دعوه کوو خو عمل کی فرق لرو،الله تعالی فرمایی:تلک امة قد خلت لها ما کسبت ولکم ما کسبتم ولا تسئلون عما کانوا یعملون. نو چه کله الله تعالی فرمایی دا یوه تللی ډله ده له تاسو ددوی په اړه نه پوښتل کیږی بیا تبصری کول څه معنی لری بس الله ته یی وسپاری.