طالبان: له قطر وړاندې په اسلام اباد کې له امريکايي او پاکستاني چارواکو سره ناسته کوو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴سلواغې، ۱۳۹۷ل):  طالبان وايي، چې د سولې پروسې په لړ کې به د روانې  فبروي مياشتې په ۲۵مه د قطر پلازمېنه دوحه کې له امريکايي ديپلوماتانو سره ناسته وکړي، خو تر دې وړاندې به د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې هم له امریکايي استازو او پاکستاني چارواکو سره غونډه وکړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د توافق له مخې به د فبرورۍ په ۲۵مه د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي سره د افغانستان روان بحران د پای ته رسولو ناسته کوي او تر هغې وړاندې به د روانې فبروري مياشتې په ۱۸مه د پاکستان حکومت په رسمي بلنه په اسلام اباد کې له ا مریکايي ټيم او همدارنګه پاکستاني چارواکو سره د سولې او دوه اړخيزو اړيکو په اړه ناسته وکړي.

ښاغلي مجاهد زياته کړې، چې د دوی مذاکراتي ټيم به د پاکستان صدر اعظم خان عمران خان او نورو چارواکو سره د افغانستان او پاکستان د دوه اړخيزو اړيکو سربېره په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو، سوداګرۍ او يو شمېر نورو مسائلو په اړه خبرې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو له امریکا سره د مذاکراتو لپاره د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ نوی څوارلس کسيز مذاکراتي  ټيم جوړ کړی، چې يو شمېر پخواني غړي يې ګوښه شوي او ځينې نور مهم غړي يې په دې ټيم کې شامل  کړي دي.

avatar
8 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

پاکستانی چارواکو سره ناسته خو هر شپه او ورځ یی نو بیا څه ضرور؟ دا څه معنی لری .####

فايز افغان
میلمه
فايز افغان

دا لکه چې ټولو په رسميت وپيژندل ، الله د موږ د غني له خاله وساتي.

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

دا هسی د خلکو په سترګو کی خاوری شیندل دی ،چه طالیان اوس ورسره ګوری،
شپه ورځ پاکستان کی تیروی.کویته شورا ،پښاور شورا،
له قطر څخه په پاکستانی پاسپورت ورځی ،او دا قومی ترانه لولی
پاک سر زمین شاد باد………….کشور حسین شاد باد

masoom
میلمه
masoom

د د طالبانو دا یو ډیر ښه اقدام پرځاﺉ اقدام ده د ستایلو وړده
دلته یو څو خبرې په پام کې ونیسي
په پاکستان د افغانانو زورونه نوره ختمه شی
دا د پاسپورټ مسله که بلکل کې ورکه کړۍ دا به تر ټولو بهتره خبره وی

عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

هموطنان گرامی ملت قهرمان ما همیشه در جهاد برنده هستند اما متاسفانه لیدران جهاد فروش سرخم ما ایزار شان را درهیرامندی پنجاب مفت می بازند چرا؟

فايز افغان
میلمه
فايز افغان

تا حال نه باخته اند ، و شما هم قبل از وقت و ظهور نتايج فيصله نکنيد.
اګر چه در عرصه سياست ما هميشه نتايج خوشايند نداشتيم، لکن اين بار روند مذاکرات سياسي به خوبي پيش ميرود.

جميل
میلمه
جميل

د پاك الله(ج) تر زور او قدرت قربان شم ، پرون طالبان منزوى شوى وه اوس د أمريكا مزدور دولت منزوى شوى ، نه يوازى د بى شرفه غنى لاندى سوخت اخيستى او نارى وهى ، توله د كفارو طرفداران په سوخت كى دى، د دوى سوخت به هغه وخت لا دير شى چى پر ارگ د پاكى كليمى سپين بيريغ و وينى .

مجاهد
میلمه
مجاهد

که تاسی ټولی تبصری ولولی درته معلومه به شی چه څو ډلی مبصرین یا تبصره لیکونکی لرو : لمړی : د اسلامیت او افغانیت سره شعوری او غیر شعوری دشمنان، له شعوری دشمنانو ګیله نه کوو هغوی دشمنان دی هر څه چه لیکی ودی لیکی رشتونو مسلمانانو او افغانانو پيژندلی ناولتیا یی د پام وړ موثریت نه لری ځپل کیمشونونه دی جوړوی او بچیانو له دی نفقه جوړوی. بله مسلکس پوهه نه لری که دا هم ونه کړی له لوږی مری . دوهم : د اسلامیت، افغانیت او انسانیت سره رښتونی دوستان . ښکاره خبره ده چه جګړه کی د… نور لوستل »

لونګ
میلمه
لونګ

د نن ټکی پاڼه ډیره طالب پلوه پاڼه ده دا هم په نظر کی ونیسته. د هغو خلکو لیکنی ډیری برخی نه خپروی چی د طالب اصلیت خلکو ته معرفی کوی. بعضی اوقات داسی کارونه طالبان کوی چی فکر کوی خلک په هیڅ ندی خبر. لکه چی ذبیح الله مجاهد وایی: طالبان به اسلام آباد سره د بعضو مسایلو په رابط خبری وکړی. داسی څرګنده وی چی ګونی طالبان له کوم آزاد ملک نه اسلام آباد ته سفر کوی او د یو حکومت له لوری نه خبرو ته روان دی، حال دا چی طالبان هملته په اسلام آباد، کویټی او… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

لونګ صاحب

راځی چې صبر، حوصله او حکمت له طالبانو زده کړو، د مسکو په ناسته کې يې د هېڅ خاين پر مخ د هغوی تېر جنايات ور ونه مښل.

طالبان د خپل تېر اقتدار تېروتنې مني البته د جنګي شرايطو او نه تجربې تقاضا هم وه چې تيروتنې به لري.

تاسو ته د وروری توصيه کوم چې په طالبانو کرامو نيک ګومان خپل کړه او که مو په وسه وي مرسته يې وکړی.

له دې ماشومانه ناندريو څه نه جوړيژي

راځی په خبلو ظرفيتونو فکر وکړو چې په راتلونکي هوسا افغانستان کې د کوم ټپ مداوا کولی شو!

مجاهد
میلمه
مجاهد

د خللزاد، ماسکو د دوهمی غونډی او پاکستان کی د اشغال په ضد د غلامانو او بادارانو سره د طالبانو غوندو په اړه زما ارزونه کیدی شی سمه یا ناسمه وی تاسی ته اجازه ده چه د حسنه اخلاقو له مخی خپلی ارزونی هم ولیکی . د اشغال ضد خو طالبان باید د غلامانو او بادارانو سره خپلی ستونزی حل و فصل کړی. خلیلزاد سره د دی چه نوم یی د مسلمانانو او افغانانو دی مګر هغه یو یهودی ماسونیست امریکایی دی د هغه و ټرمپ ترمنځ توپیر نشته که خلیلزاد نه وی ترمپ سره به طالبان خبری کوی که… نور لوستل »