ایران کې د سپاه پاسداران ۲۷ پوځيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ایران رسمي مطبوعات وايي، چې د تهران جنوب ختيځ سيمه کې  د سپاه پاسداران پوځيانو پر لېږدوونکي موټر سرتيري بريد کې ۲۷ عسکر وژل شوي  دي.

د راپورونو له مخې د پوځيانو پر لېږدوونکي موټر د ایران سرحدي سيمې بلوچستان ولايت سيستان ښار کې سرتيری برید شوی دی.

د ایران سپاه پاسدران له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ځمکنيو ځواکونو لېږدوونکی موټر د پاکستان له سرحدي سيمې راروان و، چې د سرتيري موټر بم برید ښکار شو.

چارواکو په دغه پېښه کې د وژل شوو او ټپيانو شمېر نه دی ياد کړی، خو تور يې لګولی، چې دا برید د ایران حکومت مخالفې تکفيري ډلې کړی دی.

د ایران حکومت مخالفې وسله‌ والې ډلې «جیش العدل» د دې برید مسؤوليت منلی دی.

جیش العدل له ۲۰۱۲ کال څخه د  حکومت پر ضد وسله وال فعالیت پيل کړی او وايي، چې د شيعه نظام له لوري د سنيانو پر ضد د توکميز چلند په غبرګون کې پر حکومتي عسکرو بریدونه کوي.

د تېر کال اکتوبر مياشت کې هم جیش العدل په يوه برید کې لس ایران پوځيان وژلي وو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د