طالب له کومه تر کومه

نوید احمد

چې امریکایان راغلل نو خلکو فکر کاوه چې د سپین پګړیو طالبان اجل را نږدې شو. د پیل څو کلونه خورا سخت و. ښه مې یاد دي زموږ مدرسه کې د کال د منځ امتحانونه روان ول. د امریکایانو کمپایني عسکر او لنډه غر راغلل ویل یې مدرسه نوره ختمه ده دلته موږ پوسته جوړوو. استادانو ورته زارۍ ورکړې چې څو ورځې فرصت راکړئ چې امتحانونه خلاص کړو. خو سبا چې ورتلو په مدرسه یې د  پوستې بیرغ لک کړی و.

د ۲۰۰۳ م کال په په وروستیو کې مې د دیني علم په حصول پسې پاکستان ته مخه کړه. زه او څو نور عام طالبان وو، د خوست په لاره د غلام خان بندر څخه قبایلي سیمو ته تلو. له خوسته تر غلام خانه د لارې په اوږدو کې د کمپاین عسکرو ګڼ پاټکونه جوړ وو. مول وهلي، سترګې د چرسو په نشه سرې او بدمرغه قواره به یې موټر ته را ایسته کړه. له ډاره مو چا ته نه شوای ویلی چې طالبان یو. حتی د غلام خان به باډر مو چې له یوه ګوربز ډرایور سره خبره جنجالي شوه، ګواښ یې وکړ چې یئ خو طالبان په قسم چې دلته د کمپاین والا او یا امریکایان درباندې خبر کړم، تورې خلتې به درواغوندې او کیوبا ته به مو ورسوي.

چې پاکستان ته واوښتو هلته هم همداسې لمر یوه نیزه و. جنرال مشرف د بوش جنګ په ټیکه اخیستی و. د طالب نیول او وژل مباح ښکار بلل کیده. له میرانشاه د ټل موټر ته وختو. په سپین وام په خیر تیر شوو. خو د ټل بازار ته نارسیده د پله په سر د ملیشو پاټک راوګرځولو. د ملیشو عسکرو هم د خوست د کمپاین د عسکرو په شان ډیر توندچلند کاوه. زه د فلاینکوچ له هندارې سره ناست وم. د مخې جیب کې کوچنۍ جیبي سایز قران کریم راسره و، چې چرمي پوښ یې ښکاریده. پاکستاني عسکر فکر وکړ چې والله لکه چې ښه ډکه بټوه ورسره ده. قرانکریم ته یې اشاره وکړه وای دا راوباسه. ماورته له جیبه راویوست او  ومې ویل چې دا قران کریم دی. عسکر توند شو : ښه طالب یې، کابل خو مو تباه کړ اوس دلته را روان یئ او پاکستان هم تباه کوئ. د بوش لخوا کرایه شوي عسکر نورې خبرې هم باد کړې خو په مټه خوارۍ مو ځان ترې خلاص او رهي شوو.

دا په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د یوه عام کلیوال طالب کیسه ده. چې یوازې د دیني علم په ګناه له خپل هیواد او مدرسې شړل شوی او په پاکستان کې ورسره داسې چلند کیده. دا چې د پوځي طالبانو او په خاص ډول طالب مشرانو حالت څنګه وو. نو ویلی شو چې هغوی خو له کشف کیدو وروسته سمدستي نیول کیدل، د استاد یاسر، عبدالسلام ضعیف، حکیمي او نورو په شان امریکا او یا هم د کرزي حکومت ته سپارل کیدل.

خو طالبان د حالاتو جبر ته تسلیم نه شول، له سختو او هر اړخیزو توپانو سره یې ډغرې ووهلې. نه یوازې یې په امریکا ځان ومانه او دغه د عصر متکبرین یې تفاهم او تعقل ته ګونډه مات کړل، بلکې د منطقوي بدخواهانو سد یې هم سر ته ورووست. تازه په تازه خبر دی چې د پاکستاني حکومت مشر عمران خان طالبانو ته بلنه ورکړې چې دې هیواد ته په رسمي ورشي او د دې هیواد له وزیر اعظم او نورو لوړپوړو سره ملاقات وکړي.

ما ته د دې خبر په اوریدو هماغه ۲۰۰۳ کال او هماغه ټل ته نږدې د کورمې په سیند د جوړ شوي پله پر سر د پاکستاني عسکرو متکبرانه چلند ذهن ته راغی. طالب په تیرو ۱۷ کلونو کې اوږده لار وهلې. رښتیا هغوی چې الله تعالی نه وي تباه کړي که یې ټول مخلوقات هم د تباه کولو لپاره ایتلاف وکړي، تباهي یې ناممکنه ده.

نه پوهیږم د طالبانو د دې وروستیو څو بعدي پرمختګونو په اړه به د بوش، بلېر، مشرف او بالاخره اشرف غني فیلینګ څنګه وي هغوی چې د طالب د ورکولو سوګندونه یې اخیستل. خو خدای نامراده کړل.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

ابواحمد صاحب الله ج دی اجرونه درکړی، خو د لیکنی عنوان ( طالبان له کومه او تر کومه) دی وډارولم چه دا به کوم مخالف چا لیکلی وی ژر می ورله په لوستلو شروع وکړه خوشاله شوم چه د مخالف نه بلکه د یو ښه مسلمان له خوا په ډیرو ښو جملو کی لیکل شوی