افغانستان

روسیه وايي امریکا چې څومره ژر ووځي، په ګټه يې ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵سلواغې، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د روسيې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي امریکا چې څومره ژر له افغانستانه ووځي، هماغومره يې په ګټه تمامېږي.

کابلوف له اسوشیټیډ پریس سره خبرو کې ویلي، د امریکایانو وتلو د هغوی د مشرانو په پرېکړې پورې اړه لري، خو دلته چې څومره ناوخته کېږي، لګښت يې زیاتېږي.

هغه دا هم ویلي چې د امریکایانو له تېښتې وروسته باید افغانستان یوازې پرې نه ښودل شي، په وینا يې امریکا باید له افغانستان سره مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې ټاکل شوې چې ضمیر کابلوف به د زلمي خلیلزاد په روان سفر کې هم له هغه سره خبرې اترې ولري.

تر دې وړاندې هم هغه د مسکوناستې په اړه د محمد اشرف غني د غبرګون اړوند ویلي و، چې دا څرګندونې يې بې چاره ګي، نا امیدي او یوازېتوب ښيي.

تېره جنورۍ کې د طالبانو او امریکا تر منځ مخامخ خبرو کې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه شوې او ځينو طالب سرچینو ویلي چې د روان کال اپریل میاشت کې به نیمايي ځواکونه وایستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

کفار ( باطل ) ملت واحد او مسلمانان ( حق ) ملت واحد دی د کفارو دشمنی او دوستګی ددوی د استعماری ګټو پوری تړلی دی که نه امریکایانو روسان له همدی هیواده په بد رنګ وشړل حتی نوم او نشان یی یی هم ورله بدل کړل نن چه امریکایان د ورته برخه لیک سره مخ شوی د روسانو دپاره د غچ اخستنی مناسب وخت وو خو بیعریتو روسانو د غج اخستنی په ځآی ورسره مستقیمه او غیر مستقیمه لاس اړونه پیل کړه اوس چه افغانانو د الله ج په نصرت ګټلی روسان هڅه لری چه ځانونه د طالبانو په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x