افغانستان

ملګري ملتونه: تر سولې وروسته هم افغانان مرستې ته اړتیا لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵سلواغې، ۱۳۹۷ل): ملګري ملتونه وايي افغانستان کې له سولې وروسته هم مرستو ته اړتیا لري او باید دوام ورکړل شي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو استازې دفتر یوناما مرستیال ټوبي لینزر ویلي اوس هم شاوخوا ۱۳نیم میلیونه خلک د خوړو توکو ته سخته اړتیا لري.

لینزر چې په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل، روان کال کې به د خوړو په برخه کې له څلورنیم میلیونه کسانو سره مرستې وکړي.

د یوناما د معلوماتو له مخې په افغانسان کې ډېری خلک یوازې یو وخت ډوډۍ خوري، چې اندېښمنوونکی وضعیت دی.

ټوبي لینزر وویل د خوراکي توکو د مرستې لپاره ۶۱۲ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

دا په داسې حال کې دی چې د ګډ حکومت شریکانو له ټاکنیزو منډو ترړو وروسته هم پرلپسې د اقتصادي پرمختګ دعوې کړې او محمد اشرف غني خو په دې برخه کې ځان د تخصص دعوه‌دار ګاڼه او ټینګار يې کاوه چې د خلکو په دسترخوان کې به بدلون راولي.

وړاندې تر دې نړۍوالې ټولنې هم ژمنه کړې ده، چې د طالبانو له راتګ سره به هم افغانستان یوازې پرې نه ږدي او خپلو مرستو ته به دوام ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

ټر ټولو دمخه افغانان ربړونه او لوږی تیرونکی او منونکی خو سوله او خبلواکی خوښوونکی دی افغانان وایی که سوله مو د مرستو په توکو ځنډول کیږی له لوږی دی ومرو تر مرستو دمخه سوله او خپلواکی غواړو. دوهم : تاسی او ستاسی غلامان خو وایی چه په تیرو ۱۷ کلو کی ډيری زیاتی لاسته راوړنی لری هغه باید وساتل شی همدغه لاسته راوړنی چه پنځه اویا سلنه خلک کور کالی ډوډی نه لری ؟ هغه پاتی پنځه ویشت سلنه ( لس میلونه ) خلکو کی نیم یی په نشه توکو اخته نیم مړه او نیم ژوندی ګرځی همدغه لاسته… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x