طالبان ولې اسلام آباد ته ځي؟

ډاکټر پارسا

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې ده چې د روانې میاشتې په ۱۸تاریخ د دې ډلې یو ډیپلوماتیک هیئت به د پاکستاني چارواکو په رسمي بلنه اسلام اباد ته سفر وکړي او د عمران خان په شمول به له پاکستاني چارواکو سره وګوري.

طالبان چې د امریکایي یرغل په لومړیو کلونوکې زیر زمین( انډر ګراونډ) حرکت بلل کیده، په وروستیو کلونو کې له ډیر قوت او فعالې ډیپلوماسۍ سره د سیاست سټیج ته راګرځيدلي دي. د طالبانو سیاسي استازو له فرانسې ونیسه، تر سویس، جاپان، چین، اندونیزیا، روسیې، ایران، منځني ختیځ او ګڼو نورو هیوادونو پورې ګڼ شمیر ډیپلوماتیک سفرونه کړي دي. د افغانستان په ګاونډیانو کې طالبانو ایران، ترکمنستان او چین ته بیا بیا سفرونه کړي، داسې ویل کیږي چې طالبان له ازبکستان سره هم د تماس تر کچې رابطه لري. خو  پاکستان ته د طالبانو د ديپلوماتیک پلاوي سفر او په لوړه کچه لیده کاته په لومړي ځل مطرح کیږي.

پاکستان چې له افغانستان سره دوه نیم زره کیلومټر پوله لري، له دې علاوه د ګډو کلتوري، دیني او تجارتي اړیکو له امله د افغانستان یو مهم ګاونډی بلل کیږي، یو داسې هیواد دی چې افغانستان ورسره مثبت تعامل ته اړتیا لري. اوس چې د راتلونکې سوله ییز افغانستان په اړه خبرې او تفاهمات په سرعت سره جریان لري، طالبان هم د لانجې د یوه لوري په حیث باید خپل ډیپلوماتیک روابط او د تفاهم دائره پراخه کړي. لکه څنګه یې چې په نړیواله کچه له امریکایانو سره مذاکرات پیل کړي، په داخلي کچه یې د ماسکو د کانفرانس په تدویر سره د بین الافغاني تفاهم دروازه خلاصه کړې. په منطقوي کچه هم اړتیا ده چې د افغانستان مهم ګاونډیان لکه چین، ایران او پاکستان سره باید مفاهمه او سیاسي تعامل ولري او په دې حساس وخت وخت کې خپل پیغام ورته ورسوي.

په فیسبوک او عامه رسنیو کې ځینې خلک انتقاد کوي چې طالبان ولې پاکستان ته سفر کوي. دې منتقدینو ته باید ووایو چې آیا تاسو نه ګورئ چې د شخړې مقابل جانب ( په خاص ډول زلمی خلیل زاد) چې له واشنګټنه را روان شي نو د افغانستان د موضوع په رابطه له چین، هند او پاکستان ونیسه تر مرکزي آسیا پورې د سیمې د ټولو هیوادو پلازمینو ته سفرونه کوي. په لوړه کچه ورسره مذاکرات کوي او د سولې د روانې پروسې په اړه ورسره د افکارو تبادله کوي.

طالبان د یوه مستقل او سیال سیاسي قوت په حیث د بالمثل ډیپلوماتیک تعامل حق لري. د راتلونکي ثبات او په خاص ډول د خپل اولس او مهاجرینو د ګټې لپاره یاد سفر او په لوړه کچه لیده کاته مثبت تأثیر درلودلی شي.

د پاکستان لخوا طالبانو ته د سفر رسمي بلنه داسې څرګندوي چې اوس د نورې نړۍ په شان د دې هیواد چارواکي هم طالبانو ته د پخوا په نظر نه ګوري او نه یې هم د یوې باغي ډلې په حیث ارزوي. تر دې پخوا خو دوه لسیزې په دې مغالطه کې تېرې شوې چې امریکایانو او د کابل حکومت طالبان د پاکستان لاستړلي امر منونکي بلل او تل یې د خبرو میز ته د طالبانو د کینولو لپاره له پاکستان سره چنې وهلې.

د پاکستان ځینو چارواکو هم له همدې غلط فهمۍ د خپلو سیاسي او مادي ګټو  د یوې وسیلې په حیث استفاده کوله. کله به یې امریکا ته د څلور اړخیزو غونډو او مذاکراتو وعدې ورکولې. کله به یې د مري د غونډو په شان د نمایشي مذاکراتو هڅې کولې، کله به یې په طالبانو د فشار راوړلو لپاره د دې ډلې کسان بندیانول. خو له دې ټولو هڅو او دسیسو وروسته د وخت په تیریدو د طالبانو استقلال او حقانیت د لمر په شان وځلید. طالب د هیچا زور او اکراه ته تسلیم نه شو،  او اوس دا دی ټوله نړۍ شاهده ده چې د امریکا او طالب مذاکرات په قطر کې ( ون بای ون) روان دي او طالب له ټولو آزمونونو په دنګه غاړه خپلواک راوتلی دی.

نو له یاد آزمویل شوي او خپلواک دریځه که اوس طالب چین ته سفر کوي یا که د ماسکو یا اسلام اباد دوره کوي، یوازې یې د دوی سیاسي فعالیت او ډيپلوماتیکه ځواکمني بللی شو او بس.

avatar
10 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
کریم
میلمه
کریم

دا ټکی دی بشپړ دروغ دی ((((((((خو له دې ټولو هڅو او دسیسو وروسته د وخت په تیریدو د طالبانو استقلال او حقانیت د لمر په شان وځلید. طالب د هیچا زور او اکراه ته تسلیم نه شو، او اوس دا دی ټوله نړۍ شاهده ده چې د امریکا او طالب مذاکرات په قطر کې ( ون بای ون) روان دي او طالب له ټولو آزمونونو په دنګه غاړه خپلواک راوتلی دی.)))))

لونګ
میلمه
لونګ

کاش چی لږ په سیاست هم پوهیدای. د اسلام نوم خو یی په ټوله دنیا بد کړ. خبره که د اسلام آباد وی، طالب خو هماغته پروت دی نو تلل اسلام آباد ته څه معنی لری؟ کورونه یی هلته دی، اولادونه او کورنی یی هلته ژوند کوی نو څنګه به د پنجاب د اثر لاندی نوي؟ ##

فايز افغان
میلمه
فايز افغان

که څه هم طالبان حق لري چې له هر چا سره. هر وخت او هر ځای چې وغواړي ، وګوري. خو دا چې طالبان د پاکستان په هکله د افغانو حساسيت درک کړی دی . نو ځکه يې په اعلاميه کې د ليدنې د اجنډا يوه برخه د مهاجرينو او تجارانو د ستونزو ارځونه هم شامله کړي. د دې جملی اضافه کول له يوه لوري خپلو پلویانو ته د پاکستان له حکومت سره په دومره لوړه کچه ناسته توجيه کوي ، او له بل پلوه افغانانو ته دا ښيي چې هغه څه چې موږ کولی شو د کابل اداره د… نور لوستل »

همت خان
میلمه
همت خان

شه اقدام ده بی له شکه چې هيئت به خورا مهمې مسئلی له پاکستاني لوري سره مطرح کوي.
د مشورې په ټوګه يادونه کوم چې په کابل او جلال آباد کی د ويزو د ټيل ما ټيل او دتورخم د ازدحام _ که هم اوس لږ کم سوی _ هم مطرح کي.

لونګ
میلمه
لونګ

داسی خبری کوی چی طالب له کوم بل مملکت نه اسلام آباد ته ځی. طالب خو همالته پروت دی. بله دا چی داسی موضوعات د حکومتونو په سطح کیږی، طالب خو څه حکومت ندی چی د تورخم ازدحام او مهمی مسالی پاکستان سره مطرح کړی. ورشی که نر یی د اغزن تار خبری ورسره وکړی، که نر یی حد اقل د ورکو پښتنو خبری ورسره مطرح کړی، کچیری په ریښتیا استقلالیت لری. غیر له هغو دا خوسی خوسی خبری پیږدی د طالب یی په داسو کارو څه چیری ولاړ شی سقاط کی کینی، د مړو جنازو کی قرآن ولولی تاسو… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

كاشكى تولو افغانانو همدا بصيرت او حسن نظر درلودلاى .

هيښ ويښ
میلمه
هيښ ويښ

آفرين
ډېر سم کار کوي .
دا د طالبانو د سياسي درايت اونبوغ نمايندګي کوي .
طالبانو دنورې دنيا د دولتمدارانو او سياسيونو سره په ليدلو کتلو او مذاکراتو دا ثابته کړه ، چې نه يوازې د نظامي مبارزې په ډګر کې د اهليت او ظرفيت نه برخور داره دي ،بلکې د سياست په ميدان کې هم اتلان او لايق خلک دي او د پوره استقلالیت په اساس خپله پاليسي مخته وړي .

Ahmed
میلمه
Ahmed

په ېوه خبره ده ‌‌‌‌‌‌ډيرو افغانانو سر نه خلاصېزی هغه دا چی څوک سی له الله څخه ‌‌‌‌‌‌ډارېزی !هغه بېا له هېچا هم نه ‌‌‌‌‌‌ډارېزی. او څوک سې له الله څخه نه ‌‌‌‌‌‌ډارېزی هغه بېا له هر چا ‌‌‌‌‌‌ډارېزی. وس که تعصب ېوی خوا ته کو که طالېبان په انصاف سره تول کو، را معلوم به سی چی دوئ له چا څخه ‌‌‌‌‌‌ډارېزی له الله څخه او که له مخلوق څخه ئ؟؟؟؟ دوئ په عمل کې ثابته کړه چی ېوازی له الله څخه ‌‌‌‌‌‌ډارېزی.نور دا باېد ومنو چی دا خلګ که له هرچا سره او په هر جائ کی که… نور لوستل »

عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

هموطنان گرامی طالبان محترم من یکی از مخلصین شان هستم برایشان بگویم ما افغانهای جیز فهم مجاهد افغان حلالی که در جهاد برحق روبرو سوراخ سوراخ و مهاجر در این چهار دهه هستم ما سرحد با پاکستان (##) پنجابی های نامسلمانها نداریم همسایه جنوب شرقی ماهندوستان است از آباسین تا دریای آمو خاک پاک ما می باشدما خاک میخوریم اما یک بلست خاک ناموس دین ایمان خود را بکسی نمی فروشیم و خاک فروختن آب فروختن ناموس فروختن دیوثی کلان است و شخص دیوث داخل جنت نمی شود!!

مجاهد
میلمه
مجاهد

مهمند صاحب !
څه درباندی شوی دماغی توازن دی له لاسه ورکړی ، هغه ورځ دی د ماسکو په غونډه طالبانو ته د پیام افغان تلویزون کی ګډی وډی ویلی په بله ورځ دی بیا هماغه تلویزون کی د طالبانو صفت کولو او له طالبانو دی بخشنه غوښتله ، اوس په همدی پاڼه کی د طالبانو په دریز چه پاکستانو سره ولی خبری کوی په همدی پاڼه کی ګدی ودی لیکلی مګر اوس بیا د هغو ګډو وډو برخلاف بل څه لیکی ، ته باید ډاکتر ته ولاړ شی مخکی خو داسی نه وی نظره شوی که څه خبره ده

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

مجاهد ته.
کومه تبصره چه محترم مهمند صاحب کړی ده.بیلکل صحی او په ځای دی.هیڅ څوک د افغانستان د خاوری خرڅولو .اوبو خرڅولو حق نه لری.نو په دا کی غلطه خبره څه ده ؟او تا محترم مهمند صاحب ته ډاکتر توصیه کړی دی،
حالانکه ته باید ډاکتر ته ولاړ شی چه د حق او ناحق تشخېص د لاسه ورکړی.
ښه رزق او ښه پناه ورکونکی الله ج دی .نه انګریز ،نه دولت ،نه طالیب
هر څوک باید حق ته حق ووایی

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د پاکستان سره د د افغان د ملی ګڼو ستونزو په هکله پدې اوولس کاله ولی د خبرو هڅه نه وه شوې چي اوس کېږی؟
البته پوښتنه ده، مُرچک به نه سره دوړوو.

مجاهد
میلمه
مجاهد

مسلمانو افغانانو ورونو سلامونه مو ومنی ! پاکستان ته چه کرزی منډی وهلی او لا غنی منډی وهلی کله کله به یی اسلام اباد خطا کړو او لا به ورته دروازی نه خلاصیدی د هیرا منډی کی به یی ښپی تیرولی خیر وو هیڅ خبره نه وه ، پاکستان کی چه د ګلبدین ، سیاف ربانی مجددی افندی او نورو بچیان کړوسیان زیږول شوی هیڅ خبره نه دهلکه د بن په شان پاکستان کی ریسان او وزیرانجوړیدل هیڅ خبره نه ده . همدا اوس چه ورته خنزیر زاد څو ځلی ورغلو چه طالبان خبرو ته ورسره کینوی او د امریکا… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

بلا په مخ شړله کيژي، د پنجاب ضد تبصره کوونکو ته د لږ صبر توصيه کوم !

پاکستان سره په شف شف ګاونډيتوب نه کيژي او نه په اوس وخت کې تصادم د عقل تقلصا ده دا نن که طالبان ورسره کېوزي نو بيا به هم ځنې دا تور پورې کوي چې دا کار يې د پنجاب په دستور وکړ!