نظــر

مذاکرات، هیلې او طالب مشرتابه ته سپارښتنې

لیکوال: اسد افغان

بالاخره دطالبانو اوامریکا مذاکراتو اصلي بڼه خپله کړه. یو خوا طالبان دافغانانو امن خپلواکي او اسلامي نظام راتللو ته. اوبل خوا امریکایان خپلو پښو سپکولو ته خوشبینه دي. چي ګواکي نور له افغانستانه دتروریزم ټغر ټول،موژ خپل مسؤلیت پوره او کامیابه خپل وطن ته ستنیژو.

په هرحال، هدف ته د رسیدو په خاطر طرفینو ۱۸ کاله مبارزه وکړه داچي کوم اړخ کامیابه اوکوم ناکامه شو؟ کوم حق اوکوم باطل وو؟ په دې هر ذي عقل انسان پوهیژي، زه غواړم نور د تیر شوي وضعیت جریاناتو او جزئیاتو ته لاړ نشم. هغه څه ته راځم چي د آینده افغانستان اوافغانانو برخلیک پوري تړلی.

اوس لا سر د چاري ده که په روانو مذاکراتو کي چي طالبان دامریکایانو په مقابل کی د ۳۵ ملیونه افغانانو نمایندګي کوي معمولي اشتباه وکړي او مستقبل پوره ونه سنجوي بیا به یې افغانان په کلونو کلونو جبیره نه شي ادا کولای. اودا اور به د سکروټو په شکل کي دوګیږي او افغان ملت به د تنفس په مرض ورسره اخته وي.چی یو وخت به بیا الله دي نه کوي د اور بڼه خپلوي.نو ښه داده چي طالبان وروڼه د افغانانو په نمائندګي ډیر محتاطانه قدمونه واخلي. خپل دښمن لکه څنګه چي یې په نظامي ډګر کي ښه درک اوبیا یې شه په قراره په مهارت راچپه کړ. همدغسي یې په سیاسي ډګر کي درک اومهار کړي. غواړم څو هغه موضوعات راوسپړم چي د افغانانو مستقبل ته مهم اوپه روان مذاکراتو کي اړین دي.

لومړی :ایا طالبان غواړي له امریکا سره دنړیوالو اصولو مطابق مذاکرات وکړي؟

دوهم: او که مذاکرات د دې لپاره چې یوازې امریکایان ووځي، نور که په ډول او طریقه وي.

که چیرې خبره په لومړي احتمال بناء وي او طالبان غواړي د نړیوالو اصولو او ډیپلوماسۍ د قانون مطابق دا پروسه مخته یوسي، نو بیا څو خبرې د یادونې وړ دي.

ملګري ملتونه:

(د لومړنۍ نړېوالې جگړې څخه وروستو په نړۍ کې د بدامنۍ يوه لړۍ خپره شوې وه، په 25 اپرېل 1945 میلادي کال کې د 50 هېوادونو يوه غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې دا فيصله وشوه چې يو داسې تنظيم دې جوړ کړی شي کوم چې په نړيواله کچه د امن لپاره گامونه پورته کوي نو همدارنگې د ملگري ملتونو د تنظيم صرف يو چارټر تيار کړی شو او دا تنظيم نه و جوړ. بيا په 24 اکتوبر 1945 کې دا تنظيم جوړ کړی شو. ملگري ملتونه يا يونائټد نېشنز (United Nation) په نوم ونومول شو.

د ملگري ملتونو د منشور په لومړني شق کې ليکل شوي دي چې د ملگرو ملتونو مقصد دا دی: په شريکه نړۍ کې د امن ساتل، د قومونو ترمينځه ملگرتيا او ښې اړيکي پېدا کول، په نړيواله کچه د ښه اقتصاد، ثقافت او ښه انساني معاشرې پېدا کولو لپاره د هېوادونو ترمينځه ښه اړيکي ساتل، یو داسې ځای چې اولسونه په کې مشترک مقصدونه ترلاسه کولای شي. دملگري ملتونو د 2 شق له مخې ددې تنظيم ټول غړي هېوادونه يو شان اهمیت لري. افغانستان په 19 نومبر 1946 میلادي کال کي دملګرو ملتونو غړیتوب واخست.

اوس مهمه داده چي د ملګرو ملتو د تنظیم اول او دوم شق ته په کتلو باید د هغو په موجودیت کي دا مذاکرات ترسره شي. قطع نظر له دې چي ملګري ملتونه اوس څومره مستقل دي او د افغانستان په اشغال کي یې د امریکایانو په طرفداري کوم رول اداکړ، ما مخکي وویل چي تیر به یوځل هیر کړو، راتلونکی مهم ده.

امریکایان که افغانستان ته د ملګرو ملتونو په ملاتړ راغلي وي که بې ملاتړه، باید دملګروملتو په منځګړیتوب ووځي ترڅو دواړه طرفه مساوي قانوني او رسمي حیثیت ولري. اوټول هغه حقوق چي نور رسمي هیوادونه یې لري باید افغانستان یې مساوي ولري.
که څوک دا سوال لري چي مساوي حقوق خو یې افغانستان ته داشرف غني حکومت په مشري کي ورکړي دي. اوهغه تیار جوړ حکومت ده؟ نو بیا دا پوښتنه هم باید وشي چی داسي ده نو بیا ولي امریکا د نړۍ یو سوپر طاقت په توګه له طالبانو سره د افغانستان امن اوسولي لپاره خبري کوي باید له غني سره معاهدې امضاء او ووځي. او که داسي نه وي نو بیا خو معلومه ده چي سوله د طالب په لاس کي ده .ولس د طالب ترشا ولاړ ده. نوباید ولس ته مساوي حقوق رسمیت دهغوۍ دخوښي په حکومت کي ورکړل شي.

که جنګ د طالب او غني وي هم باید ملګري ملتونه رول ادا کړي ترڅو حق حق دار ته ورسوي. او که جنګ د امریکا او طالب وي هم ملګري ملتونه په سوله کي لازم دي ترڅو افغانستان هغه چاته رسما وسپاري چي حق یې وي.امریکا نشي کولای چي هم دي دجنګ یو اړخ وي او هم دي د ثالث رول ولوبوي.

امنیت شورا

دملگرو ملتونو امنیت شورا (United Nations Security Council) د ملگرو ملتونو اړوند ارگان دی چې دنده یې د نړیوال امنیت او سولې ساتل دي. د ملگرو ملتونو د منشور له مخې د امنیت شورا د واک سیمه د سوله ساتو ځواکونو استول، د نړیوالو بندیزونو تصویب او د دښمنو هیوادونو پر ضد جگړې ته د ځواکونو د استولو لپاره اجازه ورکول دي، د دې شوراپریکړې د امنیت شورا د پریکړه لیک په توگه خپریږي. امنیت شورا پنځه دایمي او لس غوره شوي غړي لري. پنځه دایمي غړي یې په پریکړو کې د ویټو حق هم لري.

افغانستان باندي یرغل وشو په ظاهر دامریکا لخوا .خو په اصل کي دلته دسوله ساتو په نامه تقریبا د۵۲ هیوادونو فوځونه راغلل. د ملګروملتو په نوم دلته سلګونه ادارې د فعالیت لپاره راغلې.

دا ټول که دي امریکا په چوکاټ کي راغلي وو نوبیا خو دي له امریکا سره یوازي جوړجاړی وشي، ځکه چي امریکا په یوازي سر هم ملګري ملتونه، دامنیت شورا او هم هغه ۵۲ ممالکه د افغانستان حکومتي چارواکو په شمول ده چي افغانستان ته راغلل اوبیرته ځي. دغه بین الافغاني مذاکرات چی د دوۍ مطلب ترې د طالبانو اواشرف غني مذاکرات دي. کوم حیثیت ورکوي ؟

او که امریکا دلته یرغل کړی وي اوبیا یی دامنیت شورا په پریکړه دملګروملتو په چوکاټ کي په اصطلاح دلته سوله ساتي راوستي وي او د امنیت شورا پنځه دایمي غړو د ویټو په ځای د تصویب افشن کارولی وي بیا خو باید د بیرته تللو په مذاکراتو کي هم داټول سازمانونه راداخل کړل شي. له طرفینو نه یو طرف د مذاکراتو  په نتیجه کي په کامله معنی وتلو ته اماده کړي چي امریکا ده او بل طرف ته خپل وطن په کامله معنی وسپاري چي طالبان دي، او غاړه په غاړه یې سره ورولي چي نه څه وو او نه څه شته. او دواړه خواوی د نړیوال قانون له مخی بلافرقه له ټولو حقوقو برخمن کړي. ترڅو مذاکرات دنړیوالي ټولني د قوانینو په تول برابر او آینده بیا له افغانستانه دنړیوالو قوتو فوټبال نه وي جوړ چي یو بل خوا ته یې په لغتو وهي.

او که مذاکرات مطلقا دامریکایانو دوتلو لپاره وي قطع نظر د نړیوالو نورمونو په نظر کې ساتلو څخه.

زما په نظر داسي مذاکرات به ابهام ولري. طالبان به د ولس او نړیوالو تر پوښتنو لاندي راولي اوس هم اوپه اینده کي هم.
هغه دا چي د طالبانو او امریکا دبندو دروازو شاته مذاکراتو په نتیجه کي که امریکایان ووتل، ځان ته یې د خټو پوزه کیښوده او ځان یې خلاص کړ، نو ایا طالبان به بیا د اشرف غني اداره په زور چپه کوي که په رضا؟

که چیري له زور نه کار اخلي بیا به ملګري ملتونه امنیت شورا ، بشري سازمانونه د ملامتي او سرغړوني ګوته طالبانو ته نه نیسي؟

بیا خوبه لکه دتیرپه څیر له نړیوالو بندیزونو سره نه مخ کیژي؟

له نړیوال بانک او داسي نورو ادارو سره به یې تعامل نه خرابیژي؟

هغه افغانسنان چي تر ۲۰۰۱ میلادي کال پوري د هیچا نه وو قرضداره او اوس دنړیوال بانک اونیمي نړۍ پوروړی ده بیا به د اقرض دچا له غاړي وي؟

که د ملک انکشافي او اقتصادي وضعیت بدلوي دابه د چا په مټ بدلوي؟

امریکایان به د کوم قانون له مخي پابند وي چي بیا به دافغانستان په فضایي اوزمیني حریم تیری اوهیڅ ډول مداخله نه کوي؟

څوک به طالبانو ته اطمنان ورکوي چي نړۍ به یې په رسمیت پیژني؟

د مشکل پیشیدلو په وخت به طالبان کومه قانوني معاهده چي امارت له امریکا سره کړې امنیت شورا اونورو ته پیشوې؟ ځکه چي امارت خوهغه په ابتدآ کي نه وو شاهدان کړي. داسي زیات مسائل به وي چي لاینحل به پاته وي. اوطالب به د ولس او مخلصو نړیوالو تر پوشتنو لاندي راځي. او د ملامتۍ ګوته به طالب مشرتابه ته نیول کیژي.

او که طالبان داشرف غني اداره په رضا اوصلح سره خپلوي داصلح به بیا څوک کوي؟

او د کوم قانون له مخي؟ که په اسلامي قانون طالبان صلح ورسره کوي خو غني یې نه مني اوکه غني په اساسي قانون صلح غواړي طالبان یې نه مني ځکه داسلام سره ټکر کي موجود او دطالب او ولس دمبارزې سره سمون نه خوري. نودلته بیا طالب ترپوښتني لاندي راغی.چي ولي دي په سردچار کي دامشکل بنیادي نه حل کولو.

طلائي چانس

افغان ولس دطالب په سرکرده ګي کي ډیره قرباني ورکړه. د صدر اسلام تاریخ یې راتازه کړ. په ځان اهل عیال یی هر قسم زحمتونه لوږي تندي قبولې کړې خو جهاد یې پرینښود. طالب مشرتابه ۱۸ کاله دغسي تیر کړل لکه یو فدایي چي یې یو څو لحظې هدف تو د رسیدو په وخت کي تیروي. خو له خپل مسیر نه وانه وشت.

چار چاپیر د دښمنانو په منځ کي ګیر خود نجات لاره یې ملت اوځان ته وموندله. دا هغه قهرماني ده چي له صدر اسلام بیاتر اوسه پوري به داسلام په تاریخ کي د یونمونې په شکل پاته کیژي. خپل مسلمه امت او د باطل ادیانو خاوندانو ته یې دخپل رب او پاک پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم وعدې په مصداقي شکل ثابتي کړې.

دا ټول د الله تعالی نصرت، علت یې د مجاهدینو د امیرانو د راسخي عقیدې او د ملت د قرباني برکات اوثمرات وو. نو اوس چي د ثمرې د اخستلو وخت راغلی باید طالب رهبري ډیر محتاطانه قدمونه واخلي. ځکه چي په هرقدم پوري یې د میلینونو شهیدانو، کونډو، یتیمانو او د ټول اسلامي ملت ارمانونه او ارزوګاني اړه لري.چي الله مکړه په معمولي اشتباه دا هرڅه ترینه ضایع نه شي. په داسي حال کي چي د دې ټولو ارمانونو او ارزوګانو د پوره کولو لپاره ښه زمینه ورته مساعده ده.

نړیوال استعمار یوځل بیا په ګونډو شکاري او د طالب قدمو ته تیټیژي. خو لکه څنګه چي استعمارګر بیړه لري ځان خلاصولو ته طالب باید همزمان له بیړي کار وانخلي. هرڅه د نظامي میدان په رقم په سیاسي میدان هم ورسره سپین کړي.
امریکایان چي بیړه لري، بې هدفه وژل کیژي خو طالب برعکس غټ هدف مومي چي شهادت ده.

امریکایان که بیړه لري مصارف یې کیژي خو طالب برعکس په ډیر کم مصرف جهاد ته ادامه ورکوي.

امریکایان که بیړه لري له کوردننه او باندي مخالفتونو سره مخ ده. خو طالب برعکس په نړیواله او محلي سطح ورځ په ورځ محبوبیت پیداکوي.

امریکان که بیړه لري خپله اینده تاریکه ویني.خو طالب برعکس ورځ په ورځ رڼا مومي.

امریکایان که بیړه لري خپل مادي او نظامي ګټي له لاسه ورکوي. خو طالب برعکس ورځ تربلي دواړه لاس ته راوړني لري.

امریکایان که بیړه لري له ۶ زره کلو میتره هاخوا دا جګړه پرمخ بیایي خو برعکس طالب دخپل کور او کلي د ګټلو جنګ کوي.

امریکایان که بیړه لري زور یی ختم او زر یې خلاص شول. خو برعکس د طالب ایماني زور او اخروي متاع کله هم نه ختمیژي.

داسي نور ډیر عوامل دي چي دا امریکایانو په بیړه او د طالب په استقامت کي اثرات لري. دا چي افغانانو دکفر شر او فساد په مقابل کي د اعلاء کلمة الله لپاره تقریبا ۴۰ کاله مبارزه وکړه .دا یو کال دي بل هم ورباندي زیات وي. چي په فزیکي او هم په مذاکراتي لحاظ زیاته ګټه پورته کړي. چي بظاهر د دواړو تر بل هروخت ښه چانس لیدل کیژي.

نتیجه دا چي د امریکایانو وتل څرنګه وتل او د طالبانو قیام څرنګه قایمیدل. دا هغه څه دي چي اوس د طالبانو او اسلامي نظام د نفاذ لپاره یو طلایي چانس ده. باید د طالبانو مشرتابه دغه چانس په ارام او ساړه دماغ ووهي. او د ولس دا ستر ارمان او سوکالي ورته په کامله معنی راخپله کړي. والسلام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Ahmed

جزاك الله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x