د طالبانو د دیپلوماتیک فعالیت افاقیت

نسیم شاهد

طالبانو ویلي چې د دوحې تر راتلونکې غونډې، چې ټاکل شوې د فبروروۍ په ۲۵مه ترسره شي، مخکې به د فبروري په ۱۸مه د پاکستان د حکومت په رسمي بلنه په اسلام آباد کې له امریکايي استازو سره لیدنه وکړي.

د تیرې جنوري میاشتې په ۱۷مه، کله چې د افغانستان د سولې د مذاکراتو لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته په سفر تللی و، هم پاکستان له طالبانو غوښتي وو چې له خلیلزاد سره وګوري، خو طالبانو یې وړاندیز رد کړی و، او خلیلزاد مجبور شو چې د طالبانو له استازو سره د لیدلو لپاره قطر ته ولاړ شي.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په خبره، د فبرورۍ د ۱۸مې نېټې په غونډه کې به د طالبانو مذاکراتي ټیم د پاکستان له لومړي وزیر، عمران خان، او نورو پاکستاني چارواکو سره هم د افغانستان د وضعیت په اړه بحث وکړي.

هغه څه چې د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د پام وړ دي، هغه د طالبانو د استازو او پاکستاني چارواکو تر منځ د افغانستان- پاکستان پر اړیکو، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ په اړه له یو بل سره خبرې کول دي.

دا له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې، له کله چې د طالبانو امارت د امریکا او د هغوی د ملاتړو له لوري رانسکور شو، ښايي لومړی ځل وي چې له طالبانو سره د یوه ګاونډي هېواد له لوري د افغانستان د واکمنانو په څېر چلند کیږي – هغه څه چې د غرب له ملاتړه د برخمن کابل رژیم د غوسې راپارولو تر څنګ به د دې رژیم مشروعیت نور هم پیکه کړي.

له تېرو شپږو میاشتو راهیسې طالبانو او امریکايي استازو په متحده عربي اماراتو او د قطر په پلازمېنه دوحه متعددې لیدنې ترسره کړې دي. تر ټولو مهمه لیدنه یې د تیرې جنوري میاشتې په وروستیو کې ترسره شوه، چې دواړه لوري د ځینو مسایلو پر سر توافق ته نږدې شول او پر دې مسایلو د کار کولو لپاره یې کاري ټیمونه جوړ کړل. ټاکل شوې چې د دې مذاکراتو د سلسلې بله غونډه به د روانې فبروري میاشتې په ۲۵مه بیا هم په دوحه کې جوړه شي.

د دوحې راتلونکې غونډې ته زیاتې هیلې شته او ښايي له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش په اړه دواړه لوري توافق ته سره ورسيږي – له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د طالبانو اصلي غوښتنه ده او دا هېواد ته د آرامۍ له راتلو سره تړلی بولي.

په اسلام آباد کې د طالبانو او امریکايي استازو لیدنه داسې مهال ترسره کیږي چې د طالبانو مشرتابه له امریکا سره د مذاکراتو لپاره د خپل غورځنګ له ځینو مخورو مشرانو جوړ شوی ټیم ټاکلی، چې د پخواني ټیم په نسبت پیاوړی او د زیات صلاحیت درلودونکی بلل کیږي. مولوي امیر خان متقي، مولوي عبداللطیف منصور، ملا عبدالمنان عمری، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خیر الله خیرخوا، ملا نور الله نوري، ملا عبدالحق وثیق او مولوي محمد نبي عمري د دې ټیم مهم غړي دي.

په داسې حال کې چې اوس د افغانستان د سولې مذاکرات سیمه ییز شوي او ګڼو سیمه ییزو او ګاونډيو هېوادونو یې کوربتوب ته سینه ډبولې، د سولې د مذاکراتو پروسې ته د طالبانو جدیت به بالآخره د افغانستان ۱۷ کلنې جګړې ته د پای ټکی کېږدي، ان شاءالله تعالی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د