ورزش

د پاکستان سوپر لیګ لومړۍ سیالۍ نن په عربي اماراتو کې پېل کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د پاکستان سوداګریزو سیالیو پرانیستغونډه او لومړۍ سیالۍ نن د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ په څوارلسمه په متحده عربي اماراتو کې پېل کیږي.

د لوبډلو په ګډون دغه سیالۍ به نن د تېرې اتلې لوبډلې اسلام اباد یونایټډ او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ د یو شمېر افتتاحي مراسمو نه وروسته د شپې په ۱۰:۱۵ بجې د افغانستان پر وخت پېل شي.

د پاکستان غوره لیګ بولۍ لپاره لسګونه افغان لوبغاړو نوم لیکنه کړې وه خو د افغانستان کرېکټ په خوښه ټول لوبغاړي پرته له قیس احمد او وقار سلام خیل لرې کړل شول.

قیس احمد د شاهد افریدي ترڅنګ د ملتان سلطانز لوبډلې او وقار سلام خیل د پيښور زلمي لوبډلې اخیستي وو خو د څه بوختیاو له کبله یاد لوبغاړي په پي ایس ایل کې ګډون نه کوي او پرځای یې لوبدلو نور لوبغاړي له ځان سره ونیول.

د پي ایس ایل سیالیو پنځم پړاو په متحده عربي اماراتو کې پېل کیږي چې په کې ټولې شپږ لوبډلې د نیمه پایلوبو او پایلوبې سربېره ټولې ۳۴ سیالۍ ترسره شي، له مخې به یې وروستۍ اته سیالۍ په پاکستان کې ترسره کیږي.

په یادو سیالیو کې اسلام اباد یونایټډ، لاهور قلندرز، پيښور زلمي، ملتان سلطانز، کراچي کینګز او کویټه ګلډیټرز لوبډلې شاملې دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x