نړۍ

شمالي وزیرستان: ډرون برید دشپږو کسانو ژوند واخیست

drone_in_north_wazeristan

پیښور:۱۳/۰۳/۲۰۱۱ امریکایی بی پیلوټه الوتکو دافغانستان اوپاکستان پولو ته څیرمه دنامالومو وسلوالویوموټر اووداني په نښه کړه،چي نتیجه کی یی شپږ وسلوال وژل شوي او۵ نورژوبل شویدي
الوتکو دشمالي وزیرستان دمرکزی ښارمیرام شاه وشمال لویدیځ لوري ته څیرمه دسپلګا کلی په نښه کړ، ویل کیږي چي امریکایی بی پیلوټه الوتکو یوپه بل پسي شپږتوغندي وتغول.
له  میرام شاه څخه یولوړرتبه امنیتی چارواکي ویلي چي دبرید په نتیجه کی یوموټر اویوهم دپاکستاني طالبانو دیو قومندان رحیم الله کورپه نښه شویدي، چي دبرید په ترڅ کی ۶ کسه وسلوالو ژوند له لاسه ورکړیدي.
یوبل امنیتي چارواکی بیا وایی چه تراوسه پوري سیمه کی زیاتي بی پیلوټه الوتکي ګرزي، اوداهم څرګنده نده چي برید یوي الوتکي ترسره کړیدي اوکه له یوي څخه زیاتو الوتکو، البته دومره ویلی شم چي برید مرګ ژوبله اړولیده.
نن سهار هم امریکایی بی پيلوټه الوتکو په سویلي وزیرستان کی دوسلوالو یوموټر تربرید لاندي راوستلي، لیکن کومه مرګ ژوبله یی نه وه اړه ولي اوالوتکي هدف خطاکړي وه.
بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x