عمر داودزی افغانستان کې د سولې له پاره ايران ته ځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د سولې شورا رئيس محمد عمر داودزی په هيواد کې د سولې په اړه د سيمه ييزې اجماع د رامنځته کولو له پاره ګاونډي هيواد ايران ته ځي.

د سولې شورا وياند سيد احسان طاهري رسنيو ته ويلي دي چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې د افغانستان د سولې له پاره د سولې شورا رئيس عمر داودزی ايران ته لاړ شي او په افغانستان کې د سولې له پاره د سيمه ييزې اجماع د رامنځته کولو هڅې وکړي.

طاهري د نوموړي د سفر د کره نېټې او اجنډا په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې د نوموړي د سفر اجنډا به په نږدې راتلونکې کې اعلان شي.

عمر داودزي تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د سولې له پاره د سيمه ييزې اجماع د رامنځته کولو له پاره پاکستان، چين او ځينو نورو هيوادونو ته سفرونه کړي وو.

ايران ته د عمر داودزي د سفر خبر په داسې حال کې ورکول کيږي چې طالبانو تيره ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې يو پلاوی يې د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې ددې هيواد له لومړي وزير عمران خان سره ګوري او په هغه هيواد کې د ميشتو افغان کډوالو او افغان سوداګرو په ستونزو ورسره خبرې کوي.

ايران ته داودزي له سفر نه مخکې د طالبانو پلاوي هم په نژدې وختونو کې دوه ځله ايران ته سفرونه کړي وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د