افغانستان

بادغيس: د بالامرغاب ولسوالۍ د سقوط امکان

 

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵سلواغې، ۱۳۹۷ل): د بادغيس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي وايي چې طالبانو تيره شپه ددې ولسوالۍ په پنځو امنيتي پوستو بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې پنځه پوستې سقوط کړي دی او لس تنه امنيتي سرتيري يې وژلي دي.

د بالامرغاب ولسوال وارث شيرزاد وايي چې له تيرو دوو ورځو راهيسې په امنيتي پوستو د طالبانو بريدونه دوام کوي خو که تازه دمي امنيتي سرتيري او مرستې ورونه ليږل شي نو ولسوالۍ به د طالبانو په لاس سقوط وکړي.

شيرزاد زياتوي چې «له تيرو دوو شپو راهيسې دوی په ډېر بد حالت کې دي، طالبان له غورماچ او فرياب نه راغلي دي او دې ولسوالۍ ته ټولې تللې لارې طالبانو بندې کړي دي او که مرسته مو ونه شي حالت به مو ډېر خراب شي»

د بادغيس ولايتي شورا رئيس عبدالعزيز بيک هم وايي چې په جګړه کې وژل شوي سرتيري اوس هم د جګړې په ميدان کې پراته دي او يو پوځي ټولی د طالبانو له لوري کلابند شوی دی.

عبدالعزيز بيک وايي چې:«د ولسوالۍ امنیه قومندان، د امنیت مدیر او د کنډک قومندان نه وو، ټول یې په رخصتۍ تللي وو، دا کوم قانون دی او کوم مسوول به ځواب ورکوي، چې ټول رخصتي وکړي، او یو ولسوال به څنګه ولسوالي وساتي.»

بل لور ته د بادغيس د والي مرستيال فيض محمد ميرزا زاده وايي چې د جګړې په ډګر کې د عسکرو مرسته نشي کولای ځکه چې سيمې ته تللې لارې ټولې د طالبانو په لاس کې دي او زياتوي چې د خرابې هوا له امله هم سيمې ته د هوا له لارې مرستې نشي لېږدولی.

طالبانو تر اوسه ددې تازه جګړو په اړه څه نه دي ويلي خو درې ورځې وړاندې يې په دې ولسوالۍ کې د درې امنيتي پوستو د سقوط خبر ورکړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x