روغتیا

په اوچت اواز غوږۍ اوریدلو نړۍ کې په ملیونونو کسان کاڼه کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۷ل) د ملګرو ملتونو نړیوال روغتیایي سازمان وایي چې په غوږۍ/هیډفون کې موسیقي یا نور غږیز څيزونه اوریدل او ددې شور غوږونه او سمعي ماده زیانمنوي.

د روغتیا نړیوال سازمان تایید کړې چې تر دې دمه په نړۍ کې تر «۴۶۶» ملیونو زیات کسان په غوږۍ کې د موسیقۍ او یا نورو غږیزو اوریدونکو څیزونو له کبله له ستونزو سره مخ دي.

دوی وایي چې دغه شمېره په ۲۰۱۰م کال کې تر «۳۶۰» ملیونو وه، او شونې ده چې په راتلونکې نږدې کې دغه شمېره دوه چنده شي او تر «۹۰۰» ملیونو کسانو ته ورسیږي، دوی زیاتوي چې تر ۲۰۵۰م کال پورې به له هر لسو څخه یو کس د ګوشۍ اوریدو له کبله د غوږونو په ناروغۍ اخته وي او یا هم کوڼ وي.

د غوږونو یوه جراحه او پوهه ډاکټره وایي چې اوسمهال نړۍ کې له یو ملیارد څخه زیات کسان د کاڼه کېدو له ګواښ سره مخ دي، او ددې لامل په پرلپسې ډول په ګوشۍ کې موسیقي، ترانې او داسې نور غږیز څيزونه چې شور ولري اوریدل دي.

نوموړې زیاتوي چې اوس د داسې کسانو لپاره ځانګړې وړاندوینې کوو، هغه دا چې په مبایل یا لیپټاپ کې دې د اواز لیول او اندازه په اتومات ډول کمه وساتي، په داسې کولو سره به یې د غوږونو خرابېدو لامل کم شي.

په عام ډول څيړونکي د یوه عام کس لپاره سپازښتنه کوي چې په پرلپسې ډول دې له شلو دقیقو څخه زیات وخت په غوږۍ کې موسیقي یا بل غږیز څیز نه اوري، ځکه چې دا د غوږونو ترڅنګ اعصابو ته هم زیان رسوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د مبایل جوړونکو شرکتونو ته دا سپارښتنه کوي تر څو په غوږۍ کې په لوړ اواز اوریدونکي ته د موسیقۍ اوریدو پرمهال د ګواښ پيغام ورکړي، او وخت تر وخته دغه پیغام ادامه وکړي تر څو اوریدونکی د غوږۍ پریښودو ته اړ شي او په اوچت اواز موسیقي یا بل غږیز پیغام وانه وري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x