روغتیا

غزني: یو ځوان له طبیعي بوټو د سرطان ضد درمل جوړ کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د تازه راپورونو له مخې ویل شوي چې  په افغانستان کې هر کال تر شل زور ډير کسان د سرطان ناروغۍ په بېلا بېلو ډولونو اخته کیږي.

په غزني کې یو تنکی ځوان چې راز محمد نومیږي او د غزني د مقر ولسوالۍ اوسیدونکی دی او اوسمهال د لیسې په یوولسم ټولګي کې دی، توانېدلی چې د سرطان ناروغۍ ضد درمل جوړ کړي.

راز محمد د مکتب دورې پرمهال له ځایي لابراتوار سره کار کاوه چې د نوموړي په وینا یې پام سرطان ناروغۍ ته واوښت او په هڅه کې شو چې ددې ضد درمل جوړ کړي، پایله کې په دغو درملو جوړولو وتوانېد.

د پژواک خبري اژانس د راپور سره سم نوموړی وایي: زه دلته د د کوچیانو لیسه کې وم، ما ورسره په یو لابراتوار کې کار هم کاوه، چې فکر مې د سرطان ناروغۍ ته شو او هڅه مې وکړه چې ددې ناروغيو ضد درمل جوړ کړم».

د راز محمد د وینا سره سم، د نړۍ روغتیا پوهان په دې باوري دي چې سرطان سل ډولونه لري، خو دده د تجربو پر اساس سرطان یوازې دوه ډولونه لري چې معمولي او خبیث دي.

راز محمد ته د افغانستان پوهنې او د عامې روغتیا وزارت وزیر فیروز الدین فیروز او نورو چارواکو دده له لوري دغه جوړ شوي درمل تایید کړي دي او ویلي یې دي چې د سرطان لپاره کار کوي، چارواکو نوموړي ته د نابغه ګانو مکتوب هم ورکړی دی.

دی زیاتوي چې د سرطان ناروغۍ ډيرې له بريښنایي او ځیرک مبایلونو شعاعو له کبله رامنځته کیږي، د نوموړي په وینا چې کله یو کس دوه ځیرک مبایلونه ولري او په اسمان کې بريښنا وشي، دغه مهال دواړه ځیرک مبایلونه خپلو کې شعاعې بدلوي چې د سرطان ناروغۍ رامنځته کېدلو ګواښ زیاتوي.

د بیلګې په ډول راز محمد وایي: «د انسان په مغزو کې یو ډول مقناطیس دي چې د مبایل له لارې د زیات انترنیت استعمال دغه مقناطیس له انترنیت سره شعاعې تبادله کوي او له کبله یې د مغزو سرطان رامنځته کیږي.

نړیوال څیړونکي هم په دې نظر دي چې د مبایل سیګنلې او ددې رڼا یو ډول شعاعې لري چې د شپې بیده کېدو پرمهال څنګ ته مبایل کیښودلو له کبله د سرطان ناروغۍ رامنځته کیدلو ګواښ زیاتوي.

راز محمد د حکومت څخه د هیڅ امتیاز غوښتنه نه کوي، دی وایي چې د نوموړي په لاس جوړ شوي درمل دې بازار ته عریضه شي او څیړنه دې پرې وشي، که کار امد وي تر څو خلک د سرطان ناروغۍ څخه وژغورل شي.

د غزني د عامې روغتیا وزارت که څه هم راز محمد ته ډیره پاملرنه نه ده کړې خو وایي چې راز محمد ته یې رهنمایي کړې تر څو د عامې روغتیا وزارت د تفتیش مدیریت سره ددغې موضوع په اړه خبرې وکړي، دوی زیاتوي چې له هغې وروسته څه شوي دوی پرې نه دي خبر.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

دې ګُلالی ځوان ته د لازیات بریالیتوب په هیله. اړوند مراجع مکلفیت لری چي ددې خواری کښ ځوان د علمی څېړنو سره وړ او لازمه همکاری ولری څو هم دا ځوان د بریالیتوبونو پړاوونه ووهی او هم د نورو ځوانانو د علم او زده کړو د پرمختګ لپاره یوه نېکه انګېزه پیدا شی.

مجاهد

که دا خبر رشتونی وی مونږ هم ورته مبارکی وایو، تشویقوو یی او دعا ورته کوو چه تر دی لا زیاته برمختیا یی په برخه شی او غلام حکومت ته هم وایو دا اسان کار نه دی ډيرو پلټنو، څیړنو، موادو او مجهز لابراتوار او نورو همکارانو ته پکی اړه ده حتی دغه کس تر دی لازیات په طبی ساینس کی تردی لا زیاتو زده کړو او تجربو ته اړه لریو او … مګر دا خبر ماته نیمګړی او یا ناسمه ښکاری ، که نه وی نو د دغه دوا ته نوم ورکړی او مواد یی چه له څه او… نور لوستل »

مختار

This is a great News in Medicine especially for those who is suffering from cancer hope they will recover from this disease.
I wish all the best for this Intelligent young Ranz Mohmmad.
With regards

پتنګ

عقل خو همداسې منجمد پاتې دی لکه ۷۰ کاله مخکي ! دا هم داسې اختراع ده لکه د اندړو اربکیان !
دا خبره او منل یې دومره لوی احماقت دی چې اندازه نلري ، دیوو اولس چې سیاسی او علمي شعور دومره کم وي له هغوی نه نوره حه ګیله ! او داس اولس به هر څوک غولوي او اخیستی به یې شي !!

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x