افغانستان

ننګرهار: جلال اباد ښار کې چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د يوې چاودنې له امله درې تنه ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

نن ماښام د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار په اتمه ناحيه کې د چاودنې له امله درې تنه ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل چې چاوديدونکي توکي په يو سايکل کې ځای په ځای شوي وو او وچاودېدل او درې تنه په کې ټپيان شول چې د يو تن وضيعت د انديښنې وړ دی.

تر اوسه ددې چاودنې مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستي.

په ننګرهار څو ورځې وړاندې هم د ښار په منځ کې يو پوليس د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

هم چاودنه کوی، او هم یی په اخبار نشر کوي. چاودنی خو ټوله دنیا پوهیږی چی د چا کار دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x