بیګ باش: قیس احمد خپله وړتیا وښوده خو لوبډله یې له سیالیو بهر شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د استرالیا په غوره لیګ «بیګ باش» کې نن د پنجشنبې په ورځ د قیس احمد لوبډلې هوبارټ هوریکنز د میلبورن سټارز لوبډلې پر وړاندې نیمه پایلوبه ترسره کړه.

دغه سیالۍ کې چې قیس احمد په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او درې ویکټې یې واخیستې خو لوبډلې یې ونه توانېده د ټاکلي هدف دفاع وکړي او له سیالیو بهر شوه.

هوبارټ هوریکنز لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه چې په ټاکلو شل اورونو کې یې ۱۵۳ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا زیاتې ۵۳ منډې بین مکډرمټ جوړې کړې، په ځواب کې که څه هم قیس احمد غوره توپ اچونه وکړه خو د هدف په دفاع کې ناکام شول، په دې سره یې لوبډلې له سیالیو بهر او د میلبورن سټارز لوبډلې پایلوبې ته لار وموندله.

قیس احمد په ننۍ سیالۍ کې په داسې حال کې درې ویکټې واخیستې چې نورو توپ اچونکو یوازې یوه ویکټه اخیستې وه، نوموړي په ۴ اورونو کې ۳۳ منډې ورکړې خو ۳ مهمې ویکټې یې وغورځولې، قیس احمد په یاد لیګ کې درې سیالۍ ترسره کړې چې ټولې یې ۷ ویکټې واخیستې.

بیګ باش لیګ د نورو لیګونو په څېر د پلی آف «Play off» فارمیټ نه عملي کوي، په پلی آف کې د جدول لومړي نمبر لوبدلې ته په کوالیفائر سیالۍ کې له ماتې وروسته په الیمینټر کې هم چانس ورکول کیږي تر څو پایلوبې ته لار ومومي.

هوبارټ لوبډلې په ټوله سیالۍ کې ۱۵ لوبې وکړې چې له مخې یې په لسو کې بریا خپله کړه خو په نیمه پایلوبې بایللو له سیالیو بهر شوه، دغه لوبډله په جدول کې په ۲۰ پواینټونو لرلو سره په لومړي نمبر وه.

په بیګ باش سیالیو کې محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن هم ګډون کړی و خو د ایرلینډ پر وړاندې راتلونکې سیریز په خاطر یې یادې سیالۍ پریښودې او د خپلې لوبډلې سره یو ځای شول، د محمد نبي لوبډله به د پرت سکروچر لوبډلې پر وړاندې سبا د جمعې په ورځ دویمه نیمه پایلوبه ترسره کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د