هندوستان: سرتيري بريد کې دېرش هندي پوليس وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د هندوستان تر ولکې لاندې کشمير کې د يو سرتيري بريد له امله دېرش تنه هندي پوليس وژل شوي دي.

د هندي رسنيو د راپورونو له مخې د هندوستان تر ولکې لاندې کشمير په پلوامې سيمه کې د هندي پوليسو په يو موټريز کار وان سرتيري برېد کې ۳۰ تنه پوليس وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

سيمه ييز امنيتي چارواکي وايي چې د پوليسو کارون له جمو کشمير څخه سرينګر ته په لاره و چې د پلوامې په نامه سيمه کې پرې بريد وشو.

هندي چارواکو ويلي دي چې بريد د جيش محمد په نامه د يوې ډلې له لوري د عادل احمد په نامه د يو بريد ګر په واسطه ترسره شوی دی چې بريد ګر هم د پلوامې سيمې اوسېدونکی و او له تيرو لسو کالونو راهيسې د جيش محمد غړی و.

اسوشيټيډ پريس خبري اژانس ويلي دي چې ددې بريد مسؤليت د جيش محمد ډلې په غاړه اخيستې ده.

د محمد مسعود اظهر په مشرۍ جيش محمد ډله په کشمير کې د هندوستان په خلاف جنګي فعاليتونه کوي او وخت په وخت له هندي پوځيانو سره جګړې کوي.

دغه ډله په ۲۰۰۰ ميلادي کال کې وروسته له هغه رامنځته شوه چې مسعود اظهر د هندوستان له زندان څخه خلاص شو.

دا بريد په داسې حال کې کيږي چې تيره شپه په ايران کې هم د سپاه پاسداران د عسکرو په موټر بريد شوی و چې له امله يې ۲۷ تنه عسکر وژل شوي وو او د هغه بريد مسؤليت د جيش العدل په نامه يوې ډلې په غاړه اخيستی و.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

دا جیش المحمد چیری روزل کیږی پاسکتان کی، طالبان چیری روزل کیږی هغوی هم پاکستان کی. تر څو چی دا لعنتی پاکستان وی نړی به ښه ورځ ونوینی.

جميل
میلمه
جميل

لونگ صيب د فرض جهاد افتخارات و پاكستان ته وركول دينى تيروتنه ده ، جهاد په قرانكريم كى په عربى ژبه راغلى نه په پاكستان كى په پنجابى ژبه . نن چى په افغانستان ، كشمير ، عراق ، سوريه ، سومالى، مالى، او نورو هيوادونو كى وسلوال جهاد روان دى دا د بيغيرتو پنجابيانو حاصل ندى بلكه دا د الله(ج) امر او د رسول الله(ص) او د صحابيانو(رضها) سنت دى ، جهاد يوازى د الله(ج) د رضا او د هغه د كليمى د لوروالى لپاره دى . د خداى روى ته وگورى قرانكريم او د نبى(ص) سيرت ولولى ،… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

په هندی پولیسو باندی برید.
د دی برید تکتیک عینا د پروسږکال د حیدرخان قلعه (کابل داشت
برچی)برید په شان چه په افغان پولیسو باندی وشو .چه له دیرشو څخه زیات شهیدان کړل ،دی
هند او افغانستان د ترورزیزم برید لاندی دی.د تروریزم سپورت کونکی باید جزا ووینی،
هند باید پاکستان داسی یوه څټ مخ څپیړه ورکړی،چه له درد څخه په څلور رو برخو وویشل شی،…………..غمی پښتین.سټی کنډو پکتیا ګردیز