افغانستان

طالبان: امريکا دې په افغانستان کې د شوروي له ماتې عبرت واخلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۷ل): ديرش کاله وړاندې د ۱۳۶۷ لمريز کال د سلواغې د مياشتې په ۲۶ مه نېټه له افغانستان څخه د شوروي عسکرو وروستی ډله هم ووته چې له دې سره په افغانستان کې د روسانو يرغل پای ته ورسېد.

طالبانو د همدې ورځې په مناسبت يوه اعلاميه خپره کړې ده او په کې ويلي يې دي چې امريکا دې په افغانستان کې د شوروي له شکست څخه عبرت واخلي او مخکې له دې چې د شورویانو په برخليک اخته کيږي، له افغانستان څخه دې ووځي.

په اعلاميه کې راغلي روسانو چې په افغانستان يرغل وکړ او له هغې وروسته يې د هند ګرمو اوبو ته د رسېدو نيت درلود، خو په افغانستان کې افغانانو د خپل دين او وطن د دفاع په خاطر مبارزه پيل کړ ه او شورويان له سخت مقاومت او مبارزې سره مخ شول چې بيرته له افغانستان څخه وتلو ته اړ شول او د شوروي لویه امپراطوري د افغانانو په لاس رانسکوره شوه.

اعلاميه زياتوي چې که څه هم دا ورځ د افغانستان په تاريخ کې يوه وياړلې ورځ ده خو له دې سره سره امريکا هم بايد له دې ورځې او شوروي له شکست نه عبرت واخلي او مخکې له دې چې د شورويانو په برخليک اخته کيږي، خپل عسکر له افغانستان څخه وباسي.

طالبانو ددې ورځې په مناسبت افغانانو ته د مبارکۍ ترڅنګ ويلي دي چې امريکايان دې ازمايل شوي افغانان بيا نه ازمايي او زياتوي چې افغانان په هيڅ ډول په ملي ارزښتونو سودا کولو ته تيار نه دي.

روسانو د ۱۹۷۹ ميلادي کال د دسمبر په ۲۷ مه نېټه د پنځوس زره شوروي عسکرو پرمټ په افغانستان يرغل وکړ خو په هيواد کې د افغانانو له سخت مقاومت سره مخ شول چې په پايله کې يې د شاوخوا نهو کلونو جګړې وروسته شورويانو د ۱۹۸۸ ميلادي کال د مئ د مياشتې په ۱۵ نېټه د عسکرو وتل پيل کړل چې د ۱۹۸۹ ميلادي کال د فرورۍ په ۱۵ نېټه يې وروستي عسکر هم له افغانستان څخه ووتل.

د روسانو د يرغل پرمهال ميليونونه افغانان ووژل شول، ټپيان شول او له خپل هيواد نه ګاونډيو هيوادونو ته هجرت کولو ته اړ شول.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

طالبان داسی فکر کوی چی دوی روسان له افغانستان څخه وتو ته مجبور کړل حال داچی یوازنی تنظیم د ملایان د حرکت انقلاب اسلامی په نوم وو چی مشر محمدی صیب وو هغه چی ورسته د سندرغاړی نغمی خسر شو. تنظیم یی ګډ وړ شو او اوس د طالب پخوانی چارواکی قلم الدین کوښښ کوی چی د حرکت خواره واره کسان سره بیرته یوځای کړی. روسان د افغانستان د مجاهدینو له خوا وتو ته مجبور شول او مجاهدین هغه کسان دی چی مشران یی د حکمتیار، ربانی، سیاف په نوم یادیږی چی طالبانو ورسره له پخوانه دښمنی درلوده. اوس اوس طالبان د روسان ملګری بلل کیږی و تر اوسه پوری د طالبانو مشرانو دوه ځله مسکو کی له همدغو شوروایانو سره ملاقاتونه کړی کوم چی د افغانانو په زرهاوو خلګ یی شهیدان کړی دي.

هارون

طالبان دې په دې ډېرو حساسو شرایطو او حالاتو کې د راتلونکې غونډې په هکله په اسلام اباد کې ډېر احتیاط وکړي او ځان دې لېرې ترېنه وساتي.

لونګ

ځان څنګه ترینه لری وساتی هیڅ امکان نلري، بیا به د کویټی او پیشور شوراګانی ړنګی شی دا ته څه وایی؟

Ahmad

سلامونه او نیکی هیلی ټولو قدرمنو وروڼو ته! جناب لونګ صاحب زه فکر کوم چی تاسو مطلب سم ندی لوستلی بیدون د لوستلو مو د زړه بړاس بی ځایه ایستی دی په پورتنی مطلب کی خو اول د طالب نوم منحیث د جنګ ګټونکی او روسیه ته شکست ورکونکی نه دی ښوول شوی بلکی افغانان یی یاد کړی دی پدغه تشکیل کی عالم، معلم، طالب، انجنیر، داکتر، نجار……. ولی با ایمانه او با غیرته او با دیانته انسانان وه بله خبره هم باید په یاد ولری چی تاسو سره موافق یو چی د تیر جهاد رهبری کوونکی حکمتیار، سیاف، ربانی……. وه اما بیا همدوی وه چی د خپلو شخصی اغراضو په خاطر یی د ملت وینی و بهولی او د خپلو شخصی منافعو لپاره یی د مختلفو اروپایی او آسیایی هیوادنو د ایجنټانو په حیث خپل ماموریتونه د مظلوم ملت د وینی تویونی په قیمت پر مخ وړل بیا همدغه حکمتیار خلقیان په خپل غیږ کی ونیول او احمد شاه مسعود هم تر پرچمیانو لاس را تاوو کړه همدغه رهبران وه چی د زرداد سګ قلم او چمن……. په نامه وحشی ځناور یی په خلکو مسلط کړل همدوی وه چی ټول اسلامی او انسانی ارزښتونه یی د خپلو شخصی ګټو لپاره تر پښو لاندی کړل پاتی شوه د روسیه مسله ته مهربانی وکړه د جنرال ګروموف کتاب ولوله تر څو در معلومه شی چی د روسیه ایجنټان څوک دی دا چی د مولوی محمدی صاحب زوی د نغمی سره واده کړی دا د هغه د زوی خپل شخصی عمل دی پلار یی ورته د قبر نه کوم سند نه وه را استولی چی زویه ته به د نغمی سره واده کوی ستاسو دا خبره د ماشومانو خبره ده د ډیرو انبیاوو زامن کافران ول حتی ښځی یی مشرکی وی حتی د بعضو نامتو اصحابو ځامن د صحابی په قتل کی دخیل شول تاسو نشی کولای فردی عمل یی پلار ته منسوب کړی داسی مثالونه مونږ سره هم ډیر زیات دی اما که سړی خپله لمن پورته کړی پخپله به رسوا شی دا کار مناسب ندی اوس راځو د طالبانو دشمنی د احزابو سره: زه در ته یوه قصه وکړم ته یی ښه واوره د شهید عبدالله عزام رحمه الله تعالی یو کتاب دی په نامه د ( در سایه سوره توبه) پدی کتاب کی شهید عزام رحمه الله لیکی چی د اسلامی هیوادونو پلاوی ما ته راغلل او را ته یی وویل چی څرنګه کیدای شی چی دغه ۷ حزبونه سره مدغم کړو او د یو واحد بیرغ لاندی یی سره را ټول کړو شهید عبدالله عزام رحمه الله په ځواب کی ورته ویلی په الله قسم که به دغه ۷ حزبونه سره متفق کړی او یا به یی د یوه بیرغ لاندی را ټول کړی اما په یوه صورت کی امکان لری چی یوه داسی قوی نظامی ډله را پیدا شی چی دوی د سلاح او زور په وسیله سره د یو بیرغ لاندی را ټول کړی او مثال یی دا ور سره یاد کړی کله چی ابوبکر صدیق رضی الله عنه حضرت عمرفاروق د زعیم په توګه انتخاب کړه نو حضرت عمرفاروق رضی الله عنه ورته عرض وکړ چی زه دا مسوولیت نشم اخیستی نو حضرت ابوبکر ورته وویل چی که په رضا یی قبول نکړی بیا توره شته نو چی د عمر لپاره توره شته بیا حکمتیار ربانی سیاف و امثالهم پکی لا څوک دی چا چی د اسلامی امت قربانی سرښندنی او د شهداوو وینی د پښو لاندی کړی قومی لسانی سمتی تعصبات یی را منځ کړل کمونستان (خلق،پرچم) نن هم په خلاصو تڼیو او په هماغه پرونی الحادی نظریه او قیافه نن هم د افغانستان په ښارونو کی ګرځی او فعالیت کوی تاسو ما ته یو مثال راکړی چی د دغو جهادی رهبران ځوی وراره ورور پلار ماما د ماما زوی د په جنګ کی زخمی شوی وی شهادت خو یی په ځای پریږده اما الحمدالله د نننی قیادت د رهبرانو زامن ورونه او خپله دوی د لسو ګونو او سل ګونو په شمیر په شهادت رسیدلی والله د نننی جهادی زعامت اقتصادی حالت د مجاهدینو په نسبت ډیر خراب دی د هغه وخت د مجاهدینو شمیر د نننی مجاهدینو د شمیر سره ځمکه تر آسمان فرق لری نن نظر د افغانستان نفوس ته د ګوتو په شمیر کسان په جهادی صف کی ونډه لری…………………….

بسم الله

وایی کوم سړی دخولی ورخونه شکیدلی وو هر چاته به خندیدونکی معلومیدلو نو نورو به چه ورته وکتل هغوی به هم ورسره به خندا شول بله ورځ یو کس دغه خبره له ډیری خندا وروسته درکړی کړی وه . ویل خدای دی خوار کړه زمونږ دی په خندا پوښتی شنی کړی او تا هسی خوله چینګه نیولی ده.
د لونګ او ځینو نورو د تبصرو په اړه وخت مه ضایع کوی هر څه چه ورته ولیکی هغوی قناعت نه کوی دا ځکه چه هغوی په همدی تبصری بلا کمیشن ترلاسه کوی که یی تر لاسه نه کړی کورنی یی د ستونزو سره مخ کیږی . که تبصرو ته یی وګوری نوی څه پکی هم نشته خلکو پیژندلی چه نوم یی وګوری د تبصری محتویات یی ورمعلومیږی وخت نه ضایع کوی نو تاسی هم د دوی سره وخت نور مه ضایع کوی وایی ( نه هغه شته چه شرمیږی او نه هغه شته چه داریږی ) نه یی څوک خپل نوم ، نه یی څوک ادرس پیژنی حتی دا معلومه نه ده چه دوی افغانان او که انګریزی ژباړن دی او د لا د غلامی اداری وزیران او یا خپله حامد کرزی او غلام غنی په دغو نومونو دغه تبصری لیکی

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close