پنټاګون: له افغانستانه خپل پوځيان له مشورې پرته نه باسو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د امریکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت سرپرست وايي، چې د ناټو له مشورې پرته خپل پوځيان له افغانستانه په يو اړخيزه  پرېکړه نه باسي.

د دفاع وزارت سرپرست پيټريک شناهان اې ايف پي خبري اژانس ته ويلي، چې له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د وتلو په اړه به له ناټو سره مشوره کوي او د سولې خبرو په روانه  پروسه کې به هم افغان حکومت ته برخه ورکول کيږي.

شاناهان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ناټو سرمنشي يس سټولټنبرګ د سولې روانو خبرو کې د افغان ولسمشر اشرف غني ګوښه کولو باندې اندېښنه ښکاره کړې وه.

د امریکا دفاع وزارت سرپرست ويلي، چې واشنګټن به له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د وتلو پرېکړه د ناټو له مشورې پرته نه کوي او د سولې روانو خبرو کې به هم افغان حکومت  ته برخه ورکوي.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ روانې خبرې مهم پړاو ته رسېدلي او طالبانو هم د شېر محمد عباس ستانکزي په مشوره نوی څوارلس کسيز مذاکراتي ټيم جوړ کړی، چې يو شمېر پخواني غړي يې ګوښه کړي او پر ځای يې ځينې نور کسان د دغه ټيم غړي کړي دي.

ټاکل شوې، چې د سولې راتلونکې ناسته د روانې فبروري په ۱۸ په اسلام اباد او تر هغې وروسته د همدې مياشتې په ۲۵مه په قطر کې ترسره شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د