«5G» انترنیت؛ چینایي ډاکټر په پنځوس کیلو میترۍ کې عملیات ترسره کړي/ ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د چین هېواد د نورو پرمختګونو سربېره په ټکنالوژي برخه کې هم پرمختللی هېواد دی، چین په نړۍ کې لومړی هېواد دی چې د 5G انترنیت له لارې یې په ریموټ کنترول عملیات ترسره کړل.

یوه چینایي جراح ددغه هېواد په فوجیان ولایت کې توانېدلی چې د ټکنالوژي له لارې په ریموټ کنترول سره د ریبوټي سیستم له لارې په پنځوس کیلو میترۍ کې عملیات په بریالۍ توګه ترسره کړي.

دغه عملیات چې اوسمهال په حیوان ترسره شوي خو ویل کیږي په راتلونکې نږدې کې به د انسانانو عملیات هم ددغې لارې شوني شي، چینایي ډاکټر د یوه خوګ/خنزیز د ځیګر یوه برخه د عملیات په واسطه ایستلې ده.

د ټکنالوژي مشهورې کمپنۍ «هوواوې» لخوا تېره میاشت د جنوري په ۱۴مه نېټه د چمتو شوي فایو جي «5G» انترنیت په مرسته دغه عملیات ترسره شوي، چې د عملیاتو پرمهال یې څلور څيزونو ته اړتیا درلوده، د ډاکټر یا جراح شتون، روبوټ، چټک انترنیت (5G» او د ناروغ شتون.

د فایو جي انترنیت په یوه ثانیه کې اوسطا لږ تر لږه ۳۰۰ ایم بي (MB) سرعت لري، خو زیات نه زیات چټکتیا یې په یوه ثانیه کې تر ۱ جي بي (GB) پورې رسیږي.

د فایو جي شبکه د فور جي شبکې څخه له ۵۰ نه تر ۱۰۰ ځلو زیاته چټکه وي، له دې وړاندې فور جي شبکه له تري جي څخه لس چنده زیاته چټکه وه.

اټکل شوې ده چې تر ۲۰۲۳م کال پورې به د فایو جي انترنیټ له لارې په ریبوټي سیستم د یوه هېواد ډاکټر په بل هېواد کې سلګونه کیلو میتره لرې د یوه ناروغ عملیات او معاینې ترسره کولای شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د