غني: افغانان تلپاتې سولې ته نږدې شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني وايي، چې هېواد کې د جګړو او وژنو وخت په سرته رسېدو دی او افغانان د لنډمهالې پر ځای تلپاتې سولې رسېدونکي  دي.

غني نن په ارګ کې د شوروي اتحاد د یرغل د ماتې دېرشمې کليزې په مناسبت په خپلې وينا کې د روسانو وتل د افغانانو تاريخي بريا وبلله او زياته يې کړه، چې اوسنی وضعيت هم د روسانو وتلو ته ورته دی.

د ګډ حکومت مشر وويل، چې د روسانو له وتلو وروسته افغان مشرانو د وضعیت کنټرول لپاره وړ تدبیر ونشو نیولی، چې  له امله يې هېواد په جګړو او بدبختيو واوښت.

هغه زياته کړه، چې افغانان بايد په ګډه د روان وضعيت د قابو کولو لپاره کار وکړي، تر څو افغانستان يو ځل بيا د  کورنۍ جګړې ښکار نشي.

اشرف غني د سولې روانه پروسه «اقليت محوره» بولي او وايي، چې په دې خبرو کې د ښځو او ماشومانو ونډه نشته.

اشرف غني دا څرګندونې په داسې حال  کې کړي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د افغانستان روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره مذاکرات روان دي.

امريکا او طالبان دواړه د سولې روانو خبرو ته خوشبينه دي او هيله لري، چې  د روانو خبرو په پايله کې به د اسې تړون ته ورسيږي، چې بهرني پوځيان به افغانستان پرېږدي او طالبان به امریکا ته دا ډاډ ورکوي، چې د افغانستان خاوره د امریکا او نورو متحدينو پر ضد نه کارول کيږي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

بى شرفه غنى لكه چى اوس په پوه شو چى باداران يى په رشتيا سره وزى او د افغانستان حالات د روسانو د وتلو د حالاتو سره پرتله كوى.
غنيگيه ! د هغه وخت مرتد او ملحد نجيب گاو خو په پاى كى ايتونه او حديثونه هم ويل ته كور مغزه متفكر خو هغه هم نشى زده كولاى او يا د ضده يى نه زده كوى .
تا درواغجن متفكر په كوم تاريخ كى لوستى چى كوچنيانو د سولى په مذاكراتو كى برخه اخيستى.
په رشتيا چى احمقو امريكايانو د دنيا اول احمق په دوهم متفكر سره پيژانده .

سیدګل اغابنوری
میلمه
سیدګل اغابنوری

دغني صاحب !دڅرگندونوڅخه ښکاري ؛ چه روسان لاړل اودقدرت ليوانوبيلي بيلي امپراطورۍ جوړي کړي ؟ خوپدي مسلمان ملت دالله فضل وشواودسولي درانه شخصيتونه ئې راوليژل؟ اوداملت ئې دداړونکوڅخه وژغوره ؟ نوکيداې شې داځل بيادالله رحم وشي ؛ اوداملت دخپلومؤمنو لښکروپه واسطه دظالمانواوقاتلانو څخه وژغوري ؟ انشاۀلله ! والسلام .

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

د غ په خوله څوک پیازهم نه میده کوی. دخراسانی، جراُت کورونه دی محاصره کړل، نتیجه ټولو ته معلومه ده.د کندهار زمریان دی والی نه منی. محقق په سرو سترګو دفتر ته ځی راځی. داسی په لسګونه نور مثالونه سته چی مازی د زړه د سرباد لری کړی اوبس. ارام پر خپل ځای کښینه. اقلاٙٙ لږدروند معلوم سی.