په مشروط ډول به حيات د دوو مياشتو له پاره د کندهار والي وي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د ننګرهار پخوانی والي حيات الله حيات د کندهار د نوي والي په توګه د ګډ حکومت د مشر له لوري اعلان شو خو د کندهار خلکو يې په هغه ولايت کې د والي په توګه ټاکل کېدو مخالفت وکړ.

له تېرې اوونۍ راهيسې په کندهار کې د والي په توګه د حيات الله حيات له ټاکل کېدو سره د کندهار د خلکو اعتراضونه دوام لري او دوی وايي چې د کندهار له پاره بايد د دوی په خوښه والي وټاکل شی او حيات ورته د والي په توګه د منلو وړ نه دی.

په همدې تړاو د ملي امنيت د سلاکار معصوم ستانکزي په مشرۍ يو پلاوي کندهار ولايت ته سفر کړی دی او هلته يې د کندهار د ولایتي شورا غړو او قومي مشرانو سره په دې اړه غږېدلی دی او په کندهار کې يې په مشروط ډول د دوو مياشتو له پاره حيات الله حيات د والي په توګه ټاکلی دی.

د دولتي پلاوی او کندهار د قومي مشرانو او ولايتي شورا غړو ترمنځ په دې موافقه شوې ده چې حيات الله حيات به په روانه اوونۍ کې کندهار ته ورځي او تر دوو مياشتو پورې به ددې ولایت د والي په توګه دنده ترسره کوي ترڅو د ولسمشر حکم ته درناوی وشي.

د دواړو لوريو ترمنځ پريکړه شوې ده چې حيات الله حيات به په کندهار کې د دوو مياشتو ماموريت پرمهال په هيڅ ولایتي اداره کې تغير او تبديل نه راولي او همدار راز به د کندهار نوي امنيه قومندان تادين خان ته د تورن جنرال رتبه هم چې حکومت ورته اعلان کړې ده او تر اوسه نه ده ورکړل شوې ور وړي.

د حيات الله حيات د دوو مياشتو ماموريت وروسته به د کندهار د قومي مشرانو په خوښه د کندهار له پاره بل والي ټاکل کيږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د