په هاضمې سیستم کې د باکتریاو تر «۲۰۰۰» نوي ډولونه کشف شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د انسان په هاضمې سیستم کې باکتریاوې اړینه کارکردګي ترسره کوي، ځینې یې مثبت او ځینې یې منفي رول ادا کوي، اوس پوهانو دوه زره داسې نور د باکتریاو ډولونه کشف کړي چې زمونږ په کولمو او معده کې موندل کیږي.

د انسان په بدن کې په ملیاردونه ډوله باکتریاوې شتون لري خو تر دې دمه پوهانو له شلو تر څلویښتو بېلا بېل ډولونه موندلي چې اوس د ۲۰۰۰ باکتریاو ډولونو کشف کولو خبر ورکوي.

پوهان زیاتوي چې د انسان په هاضمې سیستم او معده کې یوازې له زرو څخه تر ۴۰ زرو باکتریاو ډولونه موندل کیږي، خو تر دې دمه یې کشف کېدل ستونزمن وو، اوس یې د میټا جینومک لارې په مرسته یې نور ډولونه کشف کړي.

د اروپا معلوماتي انستیتیوت متخصص ډاکټر روب فیرس تر څارنې لاندې نورو نړیوالو ساینس پوهانو دغه سروی ترسره کړې او د میټا جینومک لارې په مرسته یې د شاوخوا ۲۰۰۰ باکتریاو کشف کېدلو خبر ورکړی.

پوهانو منلې چې دغه ډول باکتریاوې موندل ورته نوي وو او په لابراتوار کې هم لا نه دي چمتو شوي تر څو دې باکتریاو ته نوم ورکړل شي او په درجه بندۍ کې يې ځای کړي، ددوی په وینا چې په دومره ستره شمېره باکتریاوې موندل ورته نوي وو.

پوهان په دې باوري دي چې د یادې څیړنې له لارې کولای شي په معده او کولمو کې کشف شوې باکتریاو ته بشپړه نقشه جوړه کړي، چې په مرسته به یې درملنه، تشخیص او د نورو څیړنو ته لاره هواره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د