
څرخي پله زندان کې د طالب زنداني په مړينه د طالبانو غبرګون
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۷ل): طالبانو د څرخي پله په زندان کې د يو زنداني طالب په مړینه خواشيني ښودلې ده او په نړيوالو بشري ټولنو يې غږ کړی دی چې په زندانونو کې د بشر ضد کړنو مخنيوی وکړي.
د طالبانو د بنديانو چارو کميسيون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د عزيز الله په نامه د میدان وردګ ولايت يو تن طالب چې د څرخي پله په زندان کې له تير يو کال راهيسې د نري رنځ په ناروغۍ اخته و ، د زندان مسؤلينو يې اساسي درملنه نه ده کړې، چې د مسؤلينو د بې غورۍ له امله يې په زندان کې ساه ورکړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د تيرو دوو مياشتو په موده کې دا څلورم زنداني دی چې د افغانستان په زندانونو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي خو حکومت يې روغتيا ته هيڅ پاملرنه نه کوي.
طالبانو په افغانستان کې د طالب بنديانو روغتيايي وضعيت د ډېرې انديښنې وړ بللی دی او ويلي يې دي چې د طالب بنديانو تداوي په ښه توګه نه کيږي او د ناروغۍ له امله مړه شوي طالب زندانيان يې ټول داسې دي چې تداوي يې ناممکنه نه ده خو د حکومت د بې غورۍ له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
طالبانو يو ځل پيا په نړيوالو او د هيواد په داخل کې په روغتيايي ټولنو غږ کړی دی چې په زندانونو کې د طالب بنديانو په اړه د روانو بشر ضد کړنو مخنيوی وکړي.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان په زندانونو کې طالب بنديانو تر دې وړاندې هم څو ځلې د زندان د مسؤلينو د ناوړه چلند له امله اعتصابونه کړي دي او خپلې خولې يې د اعتراض په توګه ګنډلي دي خو د طالب بنديانو په اړه د حکومت په دريځ کې د نه تغير له امله اوس هم ځينې وخت طالب بنديان په زندانونو کې اعتصاب کوي.