د قرآن مجيد په حقانيت او د پیغمبر په صداقت قرآني دلائل

لیکنه: عمر عماد

په قرآن كريم كې د يو ځغلنده نظر أچونې څخه ښكاري چې الله تعالى د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د پيغمبرۍ د رښتينولۍ ، او په هغه باندي د الله تعالى له لورې د قرآن مجيد د نازليدو ، څلور ډوله دلائل بيان كړي دي؛  البتة دا ما ته ښکاره شوي او کیدای شي بل څوک  نور هم  پکې وګوري:

چې يو يې : د رسول الله صلى الله عليه وسلم أمي توب أو په ليك أو لوست نه پوهېدل .

أو بل يې د قرآن كريم د آيتونو خپل منځي انسجام او توافق او اختلاف نه درلودل .

او دریم یې دا چې رسول الله عليه السلام د خپل ژوند په اولو څلویښتو کلونو کې هیڅ کومه نا اشنا خبره نه وه كړې خو یو ناڅاپه یې داسې خبرې خلکو ته واورولې چې ټول ورته حیران شول .

أوڅلورم دليل ، چې تر ټولو مهم ، أو دا تير درې واړه  پكې داخل دي ، هغه د قرآنِ پاك إعجاز دی .

دا څلورواړه دلائل په لنډه توګه داسي روښانه كولاي شو :

أول : د أميتوب دليل :

الله تعالى په قرآن مجيد كي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ځای ځای په دې ستايلی دی چې هغه امي دی ، يعني په ليك او لوست نه پوهيږي ، نو د هغه په واسطه دداسې يو كتاب ليكل نا ممكن كار دی .

دې حقيقت ته الله تعالى د عنكبوت سورت په أته څلويِښتم او نه څلويښتم آيت كې داسې اشاره كړې ده : “وَمَا كُنْتَ تَتْلُو مِنْ قَبْلِهِ مِنْ كِتَابٍ وَلَا تَخُطُّهُ بِيَمِينِكَ إِذًا لَارْتَابَ الْمُبْطِلُونَ * بَلْ هُوَ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ فِي صُدُورِ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا الظَّالِمُونَ ” .

الله تعالى رسول الله صلى الله عليه وسلم ته خطاب كوي أوورته وايي چې : تا كله هم د قرآن نه مخكي كوم بل كتاب نه لوستلو ، أو نه دي ليكلو . كه داسي وای نو باطل ويونكو مشركانو او نورو د باطل پيروانو به په قرآن مجيد ، أو ستا په نبوت كي شك كړی و ، چې ګنې هغه دې د كوم بل كتاب څخه رانقل كړی دی ، خو داسې نه ده ، بلكې هغه د علم خاوندانو ( يعني مؤمنانو) په سينو كې پروت ښكاره أو اواضحه آيتونه دي . او زما له آيتونو نه پرته له هغو ظالمانو چې حق ورته معلوم وي خو سترګې ترېنه پټوي ، نور هيڅوك انكار نه كوي .

الله تعالى په دې آيتونو كې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په ليك أو لوست نه پوهيدلو باندې د قرآن كريم په رښتينولۍ او حقانيت باندي استدلال كوي ، أو روښانه كوي چه حضرت محمد – صلى الله عليه وسلم – ددي كتاب نَه مخكې ، نه كوم بل كتاب لوستلو ، أو نه يي هم په عمر كې د ليكلو لپاره قلم په لاس كي نيولی دی ، كه داسې وای نو كېدای شوای د باطل د لارويانو سره به د قرآن په هكله څه شك پيدا شوی وای.خو دا چې نه يې په عمر كې د كوم معلم أو استاذ څخه زدكړه كړې ، أو نه هم په ليك أو لوست پوهېده ، نو څرنګه كيدای شي چې داسي سړی داسي يو كتاب له خپله ځانه جوړ كړي چې دومره ډول ډول يقيني معلومات پكې وي ، لارښوونې أو أحكام يې د تل لپاره د دنيا د ټولو انسانانو د ژوند د سمون او سمبالولو وړ وي ، أو ټول انس او جن يې له مقابلې نه هميش عاجز وي ؟

دا كار هيڅ شوني نه دی . نو ښكاره خبره ده چې هغه نه د محمد صلى الله عليه وسلم ، أو نه د كوم بل چا خبرې دي ، بلكې هغه د هغه ذات كلام دی چې له هرڅه نه خبر ، او په هر څه پوه دی ،ځكه چې هغه په دې دنيا كې د هر څيز پيدا كوونكی أو پالونكی دی .نو طبيعي خبره ده چې په هرڅه به بشپړ علم ولري .

هو ، د هغه وخت د قرآن كريم ځيني بې عقله منكرانو به دا أنګيرله چې :ګويا حضرت محمد صلى الله عليه وسلم قرآن مجيد د يو رومي مريي څخه زده كړی دی او بيا یې نورو خلكو ته اوروي. خو دا يو خندوونكی تهمت دی چې قرآن پخپله د سورة النحل په يوسل أو دريم آيت شريف كې داسې رد كړی دی:” وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّهُمْ يَقُولُونَ إِنَّمَا يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ لِسَانُ الَّذِي يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِيٌّ وَهَذَا لِسَانٌ عَرَبِيٌّ مُبِينٌ ” .

په تحقيق سره موږ په دې پوهيږو چې دوی وايي چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته دا قرآن انسان ورښيي ، او اسماني وحی نه ده. خو د هغه چا ژبه چې دوی ورته د قرآن نسبت كوي عجمي ده ، او دا قرآن عربي روښانه فصيحه أو بليغة ژبه ده . نو څنګه كېدلای شي چې يو څوك چې خپله په عربي ژبې سمې خبرې نه شي كولاي ، بل چا ته په داسي عربي بليغه ژبه كتاب وروښيي چې ټول عربان يې له مقابلې نه بې وسه وي ؟! دا كار له عقل او عادت نه بيخي ليري دی .

دوهم دليل : په قرآن كريم كې د اختلاف أو تعارض نه شتون :

دې دليل ته الله تعالى د سورة النساء په (82) آيت شريف كي داسي اشاره كړي ده :

“أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِنْدِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا” . يعني : آيا د قرآن كريم د حقانيت منكران هغه په غور نه لولي ، أو د هغه په محتوى كي فكر نه كوي ، چې كه هغه پرته له الله تعالى څخه د كوم بل چا له لوري ؤ ، نو په هغه كې به يې خورا زيات اختلافات موندلي وای. نو كله چې پكې اختلاف أو تعارض نشته ، أو يو ځای يې له بل ځای سره ټكر نكوي ، نو بې شكه چې دا د الله تعالى كلام دی.

د دې دليل وضاحت په لاندې توګه كولای شو :

قرآن مجيد په درويشتو كلونو كې (يعني لس كاله په مكه مكرمه ، أو ديارلس كاله په مدينه منوره كې ) په پرله پسې توګه ، په مختلفو وختونو، او ډول ډول حالاتو كې را نازل شوی دی . كله به په ورځ أو كله به په شپه كې ، كله په كور كلي ، أو كله ليري د سفر په حالت كې، كله د خوښۍ ، او كله هم د غم او پريشانۍ په حالت كې ، په بيلا بيلو مناسبتونو كې په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندي رانازليدو ، او بيا به هغه مبارك لومړی خپله زده كولو ،بيا به يې نورو مسلمانانو او د وحي يو څوتنو ليكوالانو ته لار ښونه كوله چې دا آيت د كوم سورت په كوم ځای كې  وليكئ. او ليكنه به هم د څارویو په پوستکو یا په هډوکو او یا په نورو شیانو کیدله .

نو كه چيري دا قرآن د غير د الله تعالى څخه د كوم بل چا له لورې وای ،نو هرومرو به پكې ډير اختلافات او تناقضات موجود وو ،ځكه چې په هغې وخت كې د داسي يو كتاب جوړول شوني نه و ، چې د قرآنكريم په شان ډول ډول حقائق ، دتيرو خلكو او تيرو وختونو کیسې ، د راتلونكې په هكله رښتينې وړاندوينې أو خبر وركول ، د عقيدې، شرعي أحكامو ،أخلاقو، د حكومتولۍ،سياست أصول أو بنسټونه ، او داسي نورې لارښونې پكې پرتې وي ، او په دومره اوږد وخت او مختلفو حالاتو كې دې جوړ شي . دا ټول په داسي حال كې چې دا دې د هغه چا له خوا وي چې په ليك او لوست هم نه پوهيږي او بروسه يې د الله تعالى نه پس يوازې او يوازې په يادونه باندې وي .

أول خو دا كار بېخي شوني نه دی ، أو فرض محال كه وشي هم ، نو هغه كتاب به خامخا د ډول ډول اختلافاتو اوتناقضاتو نه ډك وي .

خو كله چې قرآن كريم ددې هرڅه سره سره بيا هم دومره متناسب اود اختلافاتو او تناقضاتو نه پاك او خالي دی، نو دا بې شكه د دې دليل دی چې دا كتاب د الله تعالى له لورې رانازل شوی دی ، او همغه يې د هر ډول زياتي او كمي نه د ساتلو ژمنه كړې ده ، نو ځكه باطل ورته هيڅكله هم لاره نه شي موندلای.

دلته د يوه ټكي يادونه أړينه ده ، او هغه دا چې په قرآن كريم كې ځينې شيان تكرار شوي دي ، خو دا دهغه د كمال او لوړتيا نخښه ده ، نه د هغه د نيمګړتیا أو كمي ، ځكه چې په قرآن كريم كې تكرار قصدي أو مقصودي تكرار دي .أو دوهمه دا چې په هرځای كې مختلفې معناګانې ورڅخه اخيستل كيږي .خو د دې ټول تکرار سره سره بیا هم رښتینی ټکر پکې نشته ، او د ځینې آیتونو تر مینځ چې كوم ظاهري تعارض او یا کوم بل اِشکال لیدل کیږي هغه هم برسیره پر دې چې مفسرینو دفع کړی ، مستقل کتابونه پکې د پخوانیو اومعاصرو علماوو له لورې لیکل شوي دي ، لكه د ابن قتیبة (تأويل مشكل القرآن ) ، او د الخطيب الإسكافي د ( درة التنزيل وغرة التأويل ) او د الكرماني (أسرار التكرار في القرآن ، المسمى البرهان في توجيه متشابه القرآن لما فيه من الحجة والبيان) او د ابن تيمية د ( الإكليل في المتشابه والتأويل ) او د الشنقيطي (دفع إيهام الاضطراب عن آيات الكتاب) ، او داسي نور .

درېيم دليل :

د قرآن مجيد د حقانيت او د رسول الله – صلى الله عليه وسلم – د رښتینولۍ بل دلیل دا چې: حضرت محمد – صلوات ربی وسلامه علیه – د پيغمبرۍ نه وړاندي څلويښت كاله د خپل قوم په مينځ كې پرته له صدق أو أمانت دارۍ څخه په بل هيڅ شي مشهور نه ؤ . نه د نورو عربانو په څير په شعر پوهېده ، أو نه هم خوله ور وياند ؤ ، نه هم حكيم او يا لارښود ؤ. دا يو ثابت حقيقت دی چې ټول خلك پرې خبر وو ، نودا څرنګه شونې ده چې په داسې یو عادي انسان کې دې یو ناڅاپه داسې تغییر او تحول راشي چې د خلکو غوږونه دې ورسره بېخي نا اشنا وي ، بلکه آن دده د خپلو عادي خبرو سره دې هم ژور توپیر ولري ؟! که څوک د قرآن مجید او نبوي احادیثو د اسلوب تر مینځ پرتله وکړي نوددواړو تر مینځ ژور توپیر به ورته په ډاګه شي ، او دا به ورته جوته شي چې حدیث د انسان خبرې دي ، خو قرآن بیا کله هم د انسان خبرو ته ورته نه دی .

دې دليل ته د سورة يونس په ۱۶ آیت کې داسې اشاره شوې ده :

” قُلْ لَوْ شاءَ اللَّهُ مَا تَلَوْتُهُ عَلَيْكُمْ وَلا أَدْراكُمْ بِهِ فَقَدْ لَبِثْتُ فِيكُمْ عُمُراً مِنْ قَبْلِهِ أَفَلا تَعْقِلُونَ”  . ورته ووايه ( أي پیغمبره) چې که الله غوښتي وای ما به دا قرآن پر تاسې نه وای تلاوت کړی او نه به ( الله تعالی) پرې پوه کړی وای، ځکه چې زه ستاسي په مینځ کې له دې مخکې کلونه اوسیدلی یم ( او داسی کومه خبره مې نه ده کړې)  نو آیا تاسې عقل نه کاروئ .

یعنی د څلویښتو کاله عمر کې چې ما  ستاسو سره تیر کړی دی تاسو زه ښه پیژندلی یم ، او زما ټول صفات او اخلاق درته ښه معلوم دي ، نو دا څرنګه کیدلای شي چې داسې کتاب له خپله ځانه جوړ کړم ؟ کله هم دا نه شي  کیدای بلکې ما ته دا کلام د الله له لورې وحی کیږي .

څلورم دلیل :

او د قرآن كريم د حقانيت څلورم ، أو د ټولو نه ستر دليل دهغه إعجاز دی چې خپله قرآن كريم ځای ځای د دې دليل أو ثبوت يادونه كړې ده ، لكه چې د سورة البقرة په ( 23-24) آيتونو كې چې فرمايي :” وَإِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنا عَلى عَبْدِنا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَداءَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صادِقِينَ * فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا وَلَنْ تَفْعَلُوا فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكافِرِينَ” قرآن كريم د درويشتو كلو په اوږدو كي مشركانو – او د هغوي نه وروسته د قيامت تر ورځې پورې ټولو انسانانو ته د قرآن سره دسيالۍ بلنه وركړې ده ، او ورته يې ويلي دي چې دټول قرآن په څير لا څه بلكې دهغه د يو سورت په څير يو سورت جوړ كړي ، سره د دې چې مشركانو د رسول الله صلى الله عليه وسلم د مقابلې په لار كې د هيڅ وسيلې نه دريغ ونه كړ ، آن تر دې چې د هغه د وژلو پرېكړه يې وكړه ” وَإِذْ يَمْكُرُ بِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِيُثْبِتُوكَ أَو يَقْتُلُوكَ أَوْ يُخْرِجُوكَ وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللَّهُ وَاللَّهُ خَيْرُ الْماكِرِينَ” شك نشته چې تر دې هرڅه اسانه كار دا و چې د قرآن ننګونې ته جواب ور كړي ، او د هغه د يو سورت په شان يو سورت جوړ كړي ، خو هغوی – سره د دې چې د ژبې او أدب د ميدان اتلان وو – كله هم په دې ونه توانېدل چې دا كار وكړي ، او نه به يې څوك وكړای شي “قُلْ لَئِنِ اجْتَمَعَتِ الإنْسُ وَالْجِنُّ عَلَى أَنْ يَأْتُوا بِمِثْلِ هَذَا الْقُرْآنِ لاَ يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا” .

موږ په دې پوره باور أو إيمان لرو چې قرآن د نورو کتابونو په پرتله د أدبياتو له پلوه د اوچت فصاحت ،بلاغت ،بيان ،تعبير ، د معنى د ژوروالي او ښکلي او خوږ اسلوب څخه برخمن دى . او په همدې وخت كې يې د داسي تيرو شويو پېښو يادَونه ، أو د راتلونكو پټو او غيبو شيانو څخه خبر ور كړی دی چې د ټولو رښتينولي بيا وروسته ثابتې شوې ، أو لا هم ثابتيږي . او له بلې خوا داسي علمي حقائقو ته پكې اشاره شوې ده ، چې د قرأن كریم د نازليدو په مهال يې چا تصور هم نه شو كولای ، تر څو چې د دې ورستۍ پيړۍ دعلمي پرمختګ په رڼا كې خلكو ته رابرسيره شول ، أو لا به هم را برسيره كيږي ، ان شاء الله تعالى .

كيداي شی څوک ووایي چې کوم تاریخي او یا علمي حقائق په قرآن کې راغلي د هغې د تیرو مدنیتونو ( لکه یونانی او یا هندی او یا فارسی) په مصادرو کې هم یادونه شوې ده . خو ددې شبهې لنډ ځواب دا دی چې هغه شیان د قرآن په څیر په دقت په بل هیڅ مصدر کې نشته . او که جدلا ومنو چې شته ، نو د محمد – علیه السلام – په څیر انسان ، په عربي چاپیریال کې چا له دغو حقایقو خبر کړ ؟!

نو ځكه موږ په زغرده دا خبره كؤ ، چې قرآن كريم د حضرت پېغمبر صلى الله عليه وآله وسلم وينا نه , بلكې هغه تلپاتې أو أبدي معجزه ده ، چه د هر ځای او هرې  زمانې  خلك به پكې  هغه څه مومي كوم چې  دوی ته د دې كتاب د حقانيت ګواهي وركوي . او له همدې  ځايه ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په يو متفق عليه حديث شريف كي فرمايي : ” ما من الأنبياء نبي إلا قد أعطي من الآيات ما مثله آمن عليه البشر، وإنما كان الذي أوتيت وحيا أوحاه الله عز وجل إلي، وأرجو أن أكون أكثرهم تبعا يوم القيامة “

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

ماشاالله پدی لیکنه ټول د منطق او دعلم پراصولو برابر حقایق.
دا زمونږ د کلی ملا خو داسی خبری کوی چی په والله نور لازمه نده چی سړی یی ترشا ودریږی. مثلآ کله وایی. دا ځمکه نده دا د غوایی په ښکر ولاړه ده او بیا دغو فاسقو معلمانو او انجنییرانو ته وګوری چی وایی ځمکه حرکت کوي.کچیری دلیل ورسره ووایی بیا نو د خلقی او کمونیست ټاپه درباندی لګیږی او کچیری غواړی چی ژوند وکړی نو خبرو ته یی غوږ نیسه او ښه ښه ورته وایه.

Hamdard Mangal
میلمه
Hamdard Mangal

لونګه ! له خولی د ملحدینو او کمونیسټانو بوی راځی هره خبره د زهرجنه ده، نه پوهیږم چی نن ټکی اسیا تا میکروب ته ولی غړیتوب درکړیدی. دا ویب پاڼه د مسلمانانو لپاره یوه معتبره مرجع ده چی اسلامپال مبارزین پکی لیکنی او نظریات تر خپل مسلمان ملت پوی رسوی.

بسم الله
میلمه
بسم الله

حیرانونکی!!!! ما ویل که له ځنګله څوک راکوز شی هم د افغانیت او اسلامیت ضد به داسی ګډی وډی نه لیکی لکه دا ځينی چه یی لیکی ، ښه شو په خپله یی لیکلی چه د کلی ملا یی دومره بی سواده یعنی اصلا ملا نه دی نو دوی ته څه ګناه ده لمونځ به یی هم زده نه وی ، په شړ پټی کی خو ځناور لا پسی لغتی وهلی وی یعنی پرونو کمونستانو او نننو دمورکراتانو به دغه ګډ وډ ماغزه لا پسی ګدوډ کړی . تاسی ته دی اوس هم افرین وی چه خدای او رسول او… نور لوستل »

لونګ
میلمه
لونګ

مجاهدین خو هغه وو چی روسان یی پسی واخستل، ته دوی ته مجاهد وایی چی له روسانو سره معاملی کوی؟ الله د خوار پداسی منطق. درسته ده چی د ګډ حکومت کسان هم د کافرو سره موالات لری، خو د هغوی او ستاسو چی ځان ته طالبان وایی باید ډیر فرق وی. کچیری دښمن مو د کابل حکومت وی بیا ولی هغوی سره سوله نکوی؟ دا حرکت ستاسو د قرآن سره په تضاد کی دی. سورت الانفال ۶۱ آیت. کچیری دښمن مو سولی ته تمایل پیدا کړ تاسی هم ورسره سوله وکړی او الله توکل ولری. ته راته ثابته کړه… نور لوستل »