ترکيې له خپل هيواد نه د ۵۰ زره پاکستانيانو د ويستلو پريکړه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د ترکيې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له هيواد څخه يې د کورني امنيت د ټينګښت په موخه د ۵۰ زره غير قانوني پاکستاني اتباعو د ويستلو پرېکړه کړې ده.

د رسنيو د راپورونو له مخې دا پريکړه د ترکيې د کابينې په غونډه کې د ترکيې د کورني امنيت د ټينګښت په موخه شوې ده او په دې اړه د ترکيې حکومت د پاکستان لومړي وزير ته د يو ليک په ذريعه هم خبر ورکړی دی او له دې پرېکړې څخه يې خبر کړی دی چې ډېر ژر به پنځوس زره ناقانونه پاکستاني اتباع له دې هيواد څخه وباسي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت له لوري د پاکستان لومړي وزير ته په ليږلي ليک کې راغلي چې د ترکيې په زندانونو کې له پنځوس زرو څخه زيات پاکستاني اتباع زندانيان دي چې ټول يې دې هيواد ته په ناقونونه توګه اوښتي وو.

د ليک د معلوماتو له مخې ترکيې حکومت ويلي دي چې په دومره اندازه پاکستاني زندانيان نشي ساتلی او د دوی ساتنې يې په کورني امنيت بد اغيز کړی دی نو ځکه يې خپل هيواد ته د ليږلو پرېکړه کړې ده.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د پاکستان او افغانستان ګڼ شمير اوسېدونکي اروپا ته تللو هڅه کوي چې ډېر يې په ترکيه کې نيول کيږي او ډيرې يې بيرته خپلو هيوادونو ته ليږل شوي دي.

تر دې وړاندې يې هم د تير کال د فرورۍ په لسمه نېټه ۶۰ تنه پاکستاني اتباع له ترکيې څخه ويستلي وو.

تر اوسه د ترکيې هيواد په دې پريکړه پاکستاني چارواکو څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د