افغانستان

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د خپل سفارت د غړو په کمولو فکر کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د امریکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د خپل سفارت د غړو د کمولو په اړه څېړنې پيل کړي او د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ټينګار کوي، چې د سفارت غړي بايد کم شي.

د امریکا ان پي ار  راډيو هغو اسنادو ته لاس رسی موندلی، چې امریکايي چارواکي يې په کابل کې د خپل سفارت د غړو کمولو په اړه څېړنې کوي.

په دغو اسنادو کې راغلي، چې په تولې نړۍ کې د امریکا سفارتونو په پرتله په افغانستان کې د امریکايي سفارت د غړو شمېر دوه چنده زيات دی او د عراق پلازمېنې بغداد کې هم د امریکا سفارت څخه په کابل کې د امریکايي سفارت د کارکوونکو شمېر  ۳۵ چنده زيات دی.

ان پي ار راډيو د بهرنيو چارو د وزير مايک له قوله ليکلي، چې کابل کې د امريکايي سفارت د کارکوونکو شمېر بايد راښکته شي.

امریکايي رسنيو په کابل کې د امریکايي سفارت د کارکوونکو شمېر کمولو په اړه راپورونه په داسې حال کې خپاره کړي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې روانې دي او امریکايي رسنيو د پنټاګون او سپينې ماڼۍ د چارواکو له قوله ليکلي، چې امریکا له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ویستلو  په پلان کار کوي، خو تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان شوې.

خو د ګډ حکومت د بهرنيو چارو وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي، چې امریکايي پوځيانو ته به ا جازه ور نه کړي، چې له اجازې پرته له افغانستانه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

اوس به یو څه نور بیکاران هم زمونږ له ډلی سره یوځای شی که خدای کول، او همداسی به د داعشیانو (رح) طرف نور هم پخیر قوی شی که خدای کول. په هر کار کی خیر دی که خدای کول. طالبان هم وزرونه کړی او انشاالله ډیر زر به ورکیږی که خدای کول. فقط ګوری د فلم صحنه ده.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x