هغه ماشوم چې دې غلو په شهادت رسولی

دردوونکې خاطره/جاوید افغان

لیکنه جاوید افغان

د چهار شنبي سهار ؤ، دخپل معمول سره سم مي خپل د کار اسباب راواخستل، بازار ته د کار لپاره لاړم، ترڅو د غرمي خواړه او نور ضروري مواد کورته راوړم. بازار ته له رسیدو سره سم مي کشر ورور احمد الله جان چې دحفظ د ترسره کولو لپاره دیني مدرسي ته تللی ؤ زنګ يې راته وکړ له:

السلام علیکم….

څخه يي وروسته داسي وويل!

د مدرسي حافظانو ته له یوه لري کلي څخه وظیفي  ( ډوډۍ )  راوړم.

بوټ مي هم شکیدلي او زیاته یي کړه: یو دانه کوټ هم راته واخله زیات یخ موسم ده او راتلونکې سهار(پنج شنبه) مي اراده ده کورته درشم، ترڅو د پلار او مورجاني په ملاقات هم مشرف شم. ماورغبرګه کړه:  راتلونکي سهار ته چې ته راځي ما به کوټ او یو جوړ بوټ درته اخستي وي او ضرور راشه، ځکه تير ماخستن هم پلار جان یاد کړې او داسي يې ویل احمد الله جان زموږ د کور ښکلا ده چې راشي ټول کور ورباندي ښايسته وي، او دا ځل يې زیات وخت تیر کړ  ډیر مي یاديږي. د دي خبري په اوريدو احمد الله جان راته وویل، پخه اراده مې کړې چې راتلونکي سهار(پنج شنبه) به درځم.

ورځ مي په بازار کي تيره کړه داسي د پام وړ کار هم نشو پیدا مازدیګر مهال بیرته کورته راغلم او هیره دي نه وي چې د احمد الله جان دکوټ او پایزار خبره مي ټوله ورځ په زړه کي څرخیده، متأسفانه چې زماسره دومره پیسي نه وي چې ورور جان ته مي کوټ او یا هم پایزار واخلم، خالي لاس کورته راغلم او پلار جان ته مي د خپل ورور احمد الله جان سلام ووایه او مکمل حال مي ورسره شریک کړ. د پلار جان مي په سترګو کي اوښکي راغلي او زیاته یې کړه، احمد الله جان ته د ژمي مکمل پوښاک واخله او مدرسي ته یي ور وړه، ما ورغبرګه کړه  سمه ده که سهار کورته رانغی بیا به یې مدرسي ته پسي ور وړم.

شپه تیره شوه سهار شو خو دا سهار د نورو سهارونو په پرتله ډیر له خوښیو نه ؤ ډک، یو وار مي هڅه وکړه لاړ شه مدرسي ته او د خپل ورور جان پوښتنه وکړه.

خو بیا ځان بل شان راته ښکاره شو او فیصله مي وکړه چې راځه بازار ته به لاړ شي، له عزت کاکا نه به پیسي قرض کړي او بیابه یوکوټ او یو جوړ بوټ واخلي که احمد الله جان کورته نه ؤ راغلی مدرسي ته به يي ور وړي، احمد الله جان کیدای شي کورته راشي ځکه وعده يي هم کړي چې کورته درځم، کوټ اویو جوړ بوټ مي راواخستل او د کور په خوا روان شوم او ماسپښین مهال کور ته راورسیدم، د احمد الله جان پوښتنه مي وکړه هغه کورته نه ؤ راغلی او زړه مي درزا شروع کړه، هسي نه خدای مه کړه څه تکلیف ورته رسیدلی وي.

اراده مي وکړه او د مدرسي په لور ديو کوټ او یو جوړ بوټ سره روان شوم، څه به دي سر خوږوم، ډیر سوچونه او ډیر خیالونه ذهن ته راتلل، تردي چې مدرسي ته نیزدي شوم ،ګورم چې د مدرسي په حسینه څهره کې له ورایه خفګان ښکاري ده او غم د خپل تور څادر سایه پري غوړولي وه، دا یو داسي وخت و چې لمر خپلي زریني وړانګي هم د غرونو له څوکو ټولولې، د مازدیګر لمونځ مي ادا کړ او د مدرسي په لوري مي خپل مزل نور هم ګړندی کړ، بالاخره د مدرسي انګړ ته په داسي حال کې داخل شوم چې د هرکس په څهره کې غم اوسخت درد پروت ؤ.

یا الله خیر؟!!

څو شناخته ملګري مي د مدرسي په انګړکې تر سترګوشول، زړه مي غوښتل پوښتنه تري وکړم خو د دوی په ما باندي نظر ولګیده او زما په لاس کې یې یو کوټ او یو جوړ بوټ ولیدل، د دي په لیدوسره یي له سترګو بي اختیاره اوښکي لاړي اوپه غریو نیولي غږ یي ژړا پورته شوه زما هم زړه درد وکړ اوپه ژړا کي مي تري وپوښتل: څه کیسه ده؟

د د‎ي سوال په اوریدلو يي د حافظانو هغه اطاق ته اشاره وکړه چې له سترګونه د مدرسي مسجد پنا کړی ؤ، په ډیر تلوار سره ورغلم او ګورم چې څو نازولي تنکي تنکي حافظان چې عمرونه یې له ۸  نه تر ۱۰ کالو پوري ول په خپلو وینوکي لت پت پراته ول، زه هم د خپل ورور په لټه کي شوم او یقین مي شو چې ورور جان دي شهید دی، د چا لاس نشته او د چا سر، ټول د خپل ځان په وینو کې خمار پراته دي.

په یوه تنکي ماشوم مي سترګي ولګیدي او ګورم چې سرته يي یوڅیري بوټ پروت ده، هغه بل څوک نه و هغه زما کشر ورور احمد الله جان و.

ماخو تیره هفته د ده هغه څیري پایزار لیدلی و چې نن يي سرته په وینو لړلي پراته ول، قیامت نه ؤ خو په ما قیامت و.د خپل نازولي ورور د هډونو په راټولولو بوخت شوم.

اخ اخ!!

ماخو یي د یخ اوکورته د راتګ غم کاوه، خو خبر نه وم چې یرغلګرو او غلامانو یي دا ارمان له خاورو سره خاوري کړ، او د احمد الله جان کور ته د راتګ ارمان ګورته په تګ بدل شو.هغه کوټ چې ورور جان ته مي په قرض اخیستی و په قبرکي مي د ده د نازک وجود له ټوټو سره دفن کړ.

اخ کله به مي هیرشي کله دهيریدو ده، وحشیانو څومره په وحشت راته شهید کړی و، هغه خو لاماشوم و هغه خولا مکلف هم نه و، هغه سپیڅلی و او هغه زموږ دژوند یوه ستره هیله وه.

هغه لاړ خو موږ يي هغه څیري بوټ اوس هم دیادګار په توګه ساتلی، هرسهار اوماښام مي بوره مورکۍ د خپل شهید بچي احمد الله جان بوټ ته په چیغو چیغو ژاړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

افغان صاحب ! په رښتیا هم دردونکی قیصه څکه وه د هغه چا له خوا رانقل شوی چه د هغه کوچنی ورور پکی شهید شوی او او …. ډیر یی وژړولم، ښکاره خبره ده چه باید د هغه د شهادت د قبلولو دعا وکړو مګر د هغه شهادت ( چه ناڅاپه شهید شوی او ماشوم او حافظ دی ) څرنګه به نه وی قبول شوی مګر بیا هم دعا کوو . په ښکاره خو د چا زړه ورته نه ټنیګیږی چه ونه ژاړی ، مګر که ښه ورته څیر شو مونږ ټول یوه ورځ مرو په مرګ او ځنکدن به… نور لوستل »