ټرمپ په امريکا کې بیړنی حالت اعلان کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ميکسيکو پر سرحد د ديوال لپاره د کانګريس خنډونو د مخنيوي لپاره په هېواد کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.

ټرمپ ويلي، چې د امریکا او ميکسيکو پر سرحد د ديوال لپاره د کانګريس واکونو د يو طرفته کولو په موخه د اتو ميلياردو ډالرو ترلاسه کولو لپاره يې په هېواد کې بيړنی حالت اعلان کړی دی.

د ټرمپ له دې اعلان وروسته په ولسي جرګې او مشرانو جرګې کې د ډيموکرټانانو او جمهوري پلوو ترمنځ د قانوني ټکر اندېښنې مخ پر زياتيدو دي.

په ولسي جرګه کې د ډيموکراټانو اکثريت دی او داسې ښکاري، چې د ډيموکراټانو استازي به دا جګړه پيل کړي او دا جګړه به يوازې تر کانګريس پورې محدوده نه وي، بلکې په محاکمو کې به هم دا قانوني او حقوقي  جګړه روانه وي.

ټرمپ وايي، چې د انساني او نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي په موخه د ميکسيکو پر سرحد د  اتو ميلياردو ډالرو په بیه دا ديوال جوړوي.

امريکايي ولسمشر زياته کړې، چې د ميکسيکو پر سرحد د ديوال جوړېدو په موخه د اتو ميلياردو ډالرو د ترلاسه کولو لپاره يې په هېواد کې بيړنی حالت اعلان کړی دی.

بل پلو په امریکا کې د قانونپوهانو يوې ډلې «اې سي ايل يو» ويلي، چې دوی به د بيړني حالت اعلان په محکمه کې  چلينج کړي.

د بېړني حالت له اعلان وروسته ټرمپ کولی شي، چې د کانګريس له تصويب او ملاتړ پرته هم د ولسمشرۍ واک په کارولو د ميکسيکو پر  سرحد د ديوال جوړولو لپاره اته ميلیارده ډالر منظور کړي او دا ديوال پرې جوړ کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د