
د امريکا شيکاګو ايالت کې يوه بریدګر پنځه کسان وژلي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د امريکا متحده ايالاتو په شيکاګو ايالت کې يوه ۴۵ کلن بریدګر پنځه کسان په ډزو وژلي او بریدګر هم د پوليسو په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی.
د شيکاګو اورورا سيمې د پولیسو يوه مشر رسنيو ته ويلي، چې تر اوسه په دغه پېښه کې د بریدګر په شمول د شپږو کسانو د وژل کېدو پخلی ورته شوی دی.
پوليس وايي، چې د پنځو وژل شوو سربېره پنځه پولیس هم په دې بريد کې ټپيان شوي دي.
د پوليسو په وينا ۴۵ کلن بریدګر ګاري مارټن د پوليسو په ځوابي ډزو کې وژل شوی، خو د هغه د پېژندنې په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.
پلټونکې ډلې وايي، بریدګر په همدې صنعتې ادارې کې مامور و، او د خپلې ادارې پر خلکو يې ډزې کړي، خو تر اوسه دا نه ده روښانه، چې نوموړي دا برید ولې کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د يادې پېښې په اړه خپله غمرارزي ښکاره کړې او د شيکاګو په صنعتي سيمه کې يې د وسله وال برید دا پېښه د ټولې امريکا لپاره د اندېښنې وړ بللې ده.