مذاکرات او پر طالب مشرتابه د باور اړتیا

لیکنه : مفتي احسان الله رشاد

له کله چې د امریکایانو + ناټو حملې پر افغانستان پیل شوې ، په مقابل کې افغانانو د طالبانو په رهبري مقاومت ته را ودانګل ، او تقریبا دا دی اتلس کاله يې ښه په میړانه مبارزه وکړه ، د هر رنګه حالاتو سره يې ځان عیار او هر ډول سختي او شکنجې يې پر ځان له کشره تر مشره ومنلې ، تر دې پوري چې په تاریخ کې به ډیر کم داسي لیدل کیږي ، چې په پراخه پيمانه دي د یو نظام مشرانو دا رنګه قرباني ورکړې وي ، د طالبانو د وخت دفاع وزیر او د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تعالی مرستیال ملا عبید الله اخند رحمه الله تعالی په زندان کې شهید شو ، په خپله د طالبانو سر لاري ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله داسي امتحان ورکړ ، چې آن دښمن لا ورته حیران دی ، د استاد یاسر صاحب خو لا تر نن پوري د ژوند او مرګ خبر نشته ، د ګوانتامو کیسي او شکنجې د هر افغان په غوږ کې اذانګې کوي .

د جناب منصور صاحب رحمه الله تعالی په بارودو سوی بشر د ټولو سترګو ته ولاړ دی ، امیر المؤمنین شیخ هبة الله حفظه الله تعالی خپل ګران زوی استهشاد ته وړاندي کړ ،  خو له دې قربانیو او سختیو سره سره بیا هم طالبانو ښه په میړانه مبارزه تر دې ځایه را ورسوله ، چې دا دی ، نن د امریکا غوندي متکبر هم د طالبانو په مخ کې ټیټي سترګي ناست دی ، د طالبانو د دې کامیابي راز یوازي او یوازي د هغوی په اتحاد ، اتفاق او پر خپلو مشرانو باندي په باورکولو کې دی ، تر څو چې مجاهدین متفق وي او پر خپلو مشرانو يې همداسي پیاړی باور وي ، د دشمن په وړاندي به کامیابي تل د دوی په برخه وي ، د دشمن استخباراتي کړۍ تل کوښښ کوي ، چې د طالبانو تر منځ خلا اجاد کړي ، او بې باوري را منځ ته کړي .

خو امت محمدي د مسیحي په څیر نه دی ، چې تیر يې تیاره او په ګذشته بې باوره وي ، په داسي حالاتو کې موږ یو روښانه تاریخ لرو ، تل باید د سختو حالاتو نه د راوتلو لاري چاري په خپل سپېڅلي تاریخ کې ولټوو ، سیرت ته مراجعه وکړو ، د سلفو صالحینو د تاریخ په رڼا کې خپل هدف مشخص کړو .

د مجاهد خوی او عادت همیشه دا وي ، چې لږ تنزل هم نه قبلوي او نه هم ورته د تحمل وړ وي ، پر خپل غیرت تل دائم او قائم ولاړ وي ، د حدیبیې په صلح کې بعینه دغه حالت رامنځ ته شو ، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د فیصلې په اړه ډیری صحابه و پوښتني پیل کړې ، تر دې پوري ، چې د عمر بن الخطاب رضي الله تعالی عنه په څیر د ایمان غره هم له نبي علیه السلام نه په سوالیه انداز وپوښتل چې :

– ایا ته په حقّه نبي نه يې ؟

– نبي علیه السلام په نرمه لهجه ورته وویل : هوکي !

– ایا موږ پر حقّه نه یو او دشمن مو پر باطله نه دی ؟

– نبي علیه السلام : هوکې !

– بیا عمر پوښته وکړه ، نو ولي موږ د خپل دین په هکله تنزل کوو ؟

– عمر بیا ورته وايې : ایا تا نه راته ویل : چې بیت الله ته به ځو طواف به کوو ؟

– نبي کریم صلی الله علیه وسلم په صبر سره ورته وایې : هوکې ! ما درته ویل : چې په راتلونکي کال کې به ورځو .

– عمر بیا ورته وايې : نه !!

له دوني اصرار سره بیا هم د عمر اطمنان نه شو حاصل ، له ابو بکر رضي الله تعالی عنه نه يې وړاندي پوښتني په مکرر ډول کولې ، خو ابو بکر په اخیر کې ورته وویل : چې هغه د الله رسول دی ، کله هم د الله نا فرماني نه کوي او الله د هغه مددګار دی ، بس د هغه پیروي کوه .

تر دې پوري ، چې صحابه تحلیل او تحلیق ته تیار نه ول ، ام سلمه رضي الله تعالی عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مشوره ورکړه ، چې ته ور ووزه او حلق وکړه ، صحابه به ستا پیروي کوي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم همداسي وکړل او مشکل حل شو .

د نبي علیه السلام د فیصلې نتیجه دا شوه ، چې د دې صلح په نتیجه کې د مکې مکرمې فتح را منځ ته شوه ، چې د مسلمانانو لپاره یو تل پاتي تاریخي ویاړ شو .

سیاست او د یو هیواد له بل سره اړیکي ولاړي پر جلب د منافعو او پر دفع د مضراتو وي ، کله به ګټه راوړې او کله به د یو چا له ضرر نه ځان ژغورې ، د طالبانو او امریکایانو د غونډو په تسلسل کې د تیري جنوري پر ۱۷ مه د پاکستان حکومت په رسمي ډول له طالبانو وغوښتل چې په اسلام آباد کې له امریکایانو سره جرګه شي ، خو هغه وخت ډیر حساس و ، او طالبانو په کلکه رد کړه ، دا دی اوس د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یو اعلامي په ترڅ کې سرګنده کړه ، چې د رواني فروري پر ۱۸ مه به د پاکستان په رسمي غوښتنه په اسلام آباد کې له امریکايي ټیم سره د دوی سیاسي استاذي ناسته ولري ، او د پاکستان له صدر اعظم سره به هم د افغان مهاجرینو او تجارانو د مشکلاتو د حل په پار وګوري ، د سولي اړوند موضوعاتو باندي به هم ورسره بحث وکړي ، دلته د دښمن جاسوسو کړیو ته د پروپاګنډ موقع په لاس ورغله ، او هر رنګه تبلیغات يې پيل کړل ، تر څو خپل هدف تر لاسه کړي ، آن چې ځیني ملګرو د بې باوری احساس وکړ .

د طالبانو مشیرانو دا خبره ډیر وړاندي لا ردک کړې وه ، چې په دومره سختو شرائطو کې پر دوی د مجاهدینو راټولېدل یو اسانه کار نه دی ، بلکي د طالبانو جهادي صف د سلک النور ( د رڼا تار ) مثال لري ، یعني مجاهدین یوازي د عقیدې په تار سره پيلي دي ، که خدای مه کړه ، د دې تار په یو ځای کې هم تیارې ته ځای ورکړل شي ، پر ټول سلک النور يې اثر خورځي .

خو یو څه چې باید ډیر په وضاحت سره يې ووایم ، هغه دا دي ، چې د طالبانو نظام نه پر تبیغاتو ولاړ دی او نه هم پر مادیاتو ، بلکي هغوی یو سپېڅلی هدف لري ، د اشغال په وړاندي جهاد او د امیر اطاعت د ځان لپاره د دنیا او آخیرت کامیابي بولي ، کله به هم پر خپلو مشیرانو بې ګومانه نه شي . ان شاء الله تعالی

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د