دولتي عسکرو تېره شپه غزني او وردګو کې د خلکو کورونه لوټ کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۷ل):  د میدان وردګو او غزني ولایاتو څخه خبرونه وایي چې تېره شپه د دې ولایاتو په اړونده سیمو کې دولتي ځانګړو ځواکونو د امریکایانو په ملتیا په ولسي سیمو چاپې وهلې او ګڼ شمیر کورونه یې لوټ او دروازې یې ور ماتې کړي دي.

د خبر له مخې برایي شپه  لس بجې د غزني ولایت د دهیک ولسوالۍ په تاسنګ کلي امریکایي او افغان عسکرو چاپه وهلې چې د کلي د یوه مسجد او شپږو کورونو دروازې یې په بمونو الوځولې دي.

دغه راز تیره شپه ۱۲ بجې حکومتي او امریکایي ځواکونو د وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د اندړو په کلي هم برید کړی. کلیوال یې وهلي ټکولي او مالي زیانونه یې ورته اړولي دي. هغه خلک چې په کلیو یې د دولتي عسکرو لخوا چاپې وهل کیږي  وایي چې دولتي او امریکایي عسکر په نیمه شپه د تلاشۍ په نوم د خلکو کورونه پلټي او د نقدي پیسو په شمول قیمتي توکي غلا کوي.

خبر زیاتوي چې د غزني او میدان وردګ په بیګانیو چاپو کې دولتي عسکرو څو کلیوال عام وګړي هم له ځان سره وړي دي. طالبانو ویلي چې  په دې بریدونو کې دوی ته کوم زیان نه دی رسیدلی. دیادونې وړ ده چې د دولتي او امریکایي عسکرو لخوا په کلیوالو سیمو د شپینو عملیاتو بهیر د ژمي په راتګ سره ګړندی شوی چې ډیر ځله په کې ولسي خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د