فیسبوک د کاروونکو معلوماتو په غلا یو ملیارد ډالر جریمه شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۷ل): په امریکا کې د فیسبوک کاروونکو هغه مهال پر فیسبوک عارضه وکړه چې ددوی شخصي معلومات یې غلا کړي وو، چې له کبله یې محکمې فیسبوک په یادو تورونو یو ملیارد ډالر جریمه کړی دی.

د امریکا خبري اژانس واشنګټن پوسټ په وینا ځایي محکمې پر ټولنیزې شبکې فیسبوک د ځینو سرغړونو او د کاروونکو معلوماتو په پټولو د یو ملیارد ډالر جریمه لګولې ده.

فیسبوک د شاوخوا ۹ ملیونو فیسبوک کاروونکو معلومات پر معلوماتي ټکنالوژۍ «کیمبرج اینا لایټکا» پلورلي وو، په دغه معلوماتو کې د امریکې ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اغیزمنولو کوښښ شوی و.

له هغې وروسته کانګریس د فیسبوک مشر مارک زوکربرګ څخه په رسنیز ډول پوښتنې هم کړې وې، او نوموړي په خپلو غلطیو اعتراف کړی و.

واشنګټن پوسټ ادعا کړې چې د یو ملیاردو جرمانې کمولو لپاره د امریکا کمیسون ترمنځ مذاکرات کیږي خو د امریکا پارلیمان غواړي د فیسبوک پر وړاندې له سختې کارووایئ کار واخلي.

دا لومړی وار نه دی چې فیسبوک د کاروونکو معلوماتو په غلا کولو تورن کیږي، بلکې له دې وړاندې هم څو څو واره دغسې کړنې ترسره شوي چې بیا پر فیسبوک ملیاردونه ډالر جریمه لګیدلې، ددې سربېره د هیکرانو لخوا هم له فیسبوکه د کاروونکو معلومات غلا شوي وو چې فیسبوک یې لامل د پر وخت نه خبریدل ښودلي وو.

د یادونې ده چې فیسبوک د ۲۰۱۸م کال د سپتمبر میاشتې په ۲۵مه نېټه خبر ورکړی و چې دوی په خوندیتوب برخه کې ستونزې موندلي او تر ۵۰ ملیونه د کاروونکو اکاونټونه یې اغیزمن شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د